د لاسرسي ځای




د کونړ ولایت یو شمیر قومي مشرانو او د ملي شورا استازو له افغان ولسمشره وغوښتل، چې د پاکستان د راکټي حملو د بندولو لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

دغو مشرانو د سېشنبې په ورځ په ارګ ماڼۍ کې له ښاغلي کرزي سره ولیدل او ولسمشر ورته ډاډ ورکړ، چې په دې اړه له پاکستاني لوري او نړیوالې ټولنې سره په تماس کې دي.

دا لیدنه و له هغه وروسته شوې، چې د کونړ دیني عالمانو او قومي مشرانو اوس اوس په یوه غونډه کې د پاکستان په خلاف د جهاد فتوا صادره کړه.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې د کونړ په ځینو سرحدي ولسوالیو له تیرو دوو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ لخوا د درنو وسلو حملې روانې دي، چې پکې یو شمیر خلکو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د پاکستان د راکټي حملو په وړاندې د افغان حکومت لخوا د کوم اقدام نه کول او پدې اړه د ناټو ځواکونو خاموشي هغه اندیښنې وې، چې د کونړ ولایت قومي مشرانو عالمانو او استازو ولسمشر ته وړاندې کړې.

په کونړ کې د سولې د شورا د سیمه ایز دفتر د دارالانشاء مشر ډاکټر نظام الدین ملیار د ازادۍ راډیو خبریال حمید مومند سره په خبرو کې وویل، چې د کونړ مشرانو د دې حملو بندول غوښتل.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې په کونړ ولایت او په تیره بیا په دانګام او ناړې ولسوالیو باندې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې د پاکستاني پوځ لخوا د درنو وسلو حملې کیږي.

د کونړ خلکو پدې اړه اوس اوس یوه پراخه غونډه هم جوړه کړې وه، چې پکې د پاکستان په خلاف د جهاد اعلان وکړ.

خو د جمهوري ریاست لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د کونړ مشرانو د خپلې دې فتوا په اړه هم وضاحت وړاندې کړ او ویې ویل، چې دا په کوم هیواد د تیري لپاره نه بلکې د خپلې دفاع لپاره ده.

د جمهوري ریاست په اعلامیه کې ویل شوي، چې ولسمشر کرزي دغو مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د سیاسي خبرو له لارې یې هڅې روانې دي، خو هیڅ کله به داسې اقدام ونه کړي، چې له کبله یی د ډیورنډ له پولې هاخوا خلک زیانمن شي.

د کونړ مشران پداسې حال کې له ولسمشر نه ددغو حملو د بندولو غوښتنه وکړه، چې دده د کابینې دوو مهمو وزیرانو د همدو حملو له کبله خپلې څوکۍ له لاسه ورکړې او د ولسي جرګې لخوا ترې د باور رایه واخیستل شوه.
XS
SM
MD
LG