د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیرستان او باجوړ کې ګڼ پاکستاني عسکر ووژل شول





رپورټونه وایي، د پاکستان په قبایلي سیمه جنوبي وزیرستان کې او باجوړو کې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې ۱۲ پاکستاني سرتيري وژل شوي او یو شمېر ورک دي.

د جنوبي وزیرستان د نښتې په اړه دمشال راډيو خبریال د ځینو پاکستانیو استخباراتي سرچینو له خولې وايي، چې نن سهار په غټ بدر سیمه کې وسله وسله والو طالبانو پر پاکستانيو امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په کې د نهه تنه پاکستاني عسکرو په ګډون اته تنه طالب وسله وال وژل شوي او لس نور ژوبل دي.

د طالبانو ویاند ادعا کړې چې وسله والو ۱۲ امنیتي سرتیري وژلي دي. خو د پاکستان امنیتي سرچینو ددغه ادعاوو په باب لا څه نه دي ویلي.

بلخوا د باجوړایجنسۍ په سالارزو کې د وسله والو طالبانو او امنیتي ځواکونو تر مینځ تېره شپه په یوه نښته کې د ایف سي ځواکونو د چارواکو په خبره، درې امنیتي سرتیري وژل شوي او یو شمېر ورک دي.

د چارواکو په خبره په دغه نښته کې ۱۱ تنه وسله وال وژل شوي، یو زخمي او اته وسله وال نیول شوي هم دي.

دغه نښتې نن په پنځمه ورځ هم دوام لري، چې په کې تر اوسه ۱۰ امنیتي اهلکار، لښکریان او ۴۲ وسله وال وژل شوي دي. د دې نښتې له امله ګڼ شمېر خلکو کډې کړې دي.

وړاندې د تحریک طالبان پاکستان مالاکنډ ډویژن ویاند سراج الدین مشال ریډیو ته ويلي ول چې دغه برید د باجوړ او مالاکنډ طالبانو په شریکه کړی دی.

د تحریک طالبان پاکستان مرکزي ویاند احسان الله احسان له نامعلومه ځایه مشال راډیو ته په ټیليفوني خبرو کې ادعا کړې چې د باجوړ په باټوار سیمه کې یې په بیګانۍ نښته کې ۱۴ پاکستاني سرتېري وژلي او لس یې یرغمال کړي دي. خو پاکستانیو امنیتي چارواکو لا ددغه ادعاو په اړه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG