د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سیند جېکب آباد:په اورګاډي چاودنې مرګ ژوبله اړولې






ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د پاکستان سیند صوبې په جیکب اباد ضلع کې پر یو اورګاډي د تېرېدو پر وخت چاودنه شوې چې پکې یو دوه مسافران وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

د سېمې پولیس وایي، د چاودنې له کبله د کراچۍ نه پېښور ته تلونکي اورګاډي ته زیان اوښتې دی او په اورګاډي کې ناستو مسافرو ته پکې هم مرګ ژوبله اوښتې ده ـ

د سند صوبې د جیکب اباد پولیس وایي، پېښه اله رامنځ ته شوه چې د نهې او شورو په منځنۍ شپه خواوشا دوه بجې د تل په سېمه کې یو اورګاډۍ د تېرېدو په حال کې وو چې پر پټلۍ یې بمي چادونه وشوه.

د یادې پېښې پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې ده.

د سېمې د اورګاډو د محکمې یو پولیس مشر هاشم علي مشال ریډیو ته ویلي دي چې پېښه هغه وخت مخې ته راغله کله چې خوشال خان خټک ایکسپریس له سېمې د تېریدو په حال کې وو.

((خوشال خان خټک ایکسپریس له کراچۍ نه پېښور ته روان ته په لار و چې پر پټلۍیې چاودنه وشوه ـ په چاودنه کې پټلۍ ته زیان اوښتې دی او د اورګاډي اووه ډبې د پټلې نه ښوېدلې دي. په چاودنه کې نږدې لس کیلو چوونکي مواد کارول شوي دي ))

د هاشم علي په خبره زیانمنې شوې پټلې د بیارغاونې چارې روانی دي او دم ګړۍ له سېمې تیریدونکي اورګاډي ځنډول شوي دي ـ د هغه په خبره راتلونکو څو ساعتونو کې به د پټلې جوړولو او د ښویدولو ډبو د سمولو کار بشپړ شي ـ

د سیند صوبې په بیلابیلو برخو کې له دې مخکې هم د اورګاډي په پټلو وړې وړې چاودنې وخت په وخت ترسره شوي دي ـ مخکی ترسره شوو زیاتره چاودونو کې چاته مرګ ژوبله نه وه اوښتې او هاغو چاودونو به یوازې پټلۍ ته زیان رسولی وو ـ د مخکینو زیاتره چاودونو پړه د سندودیش لیبرېشن ارمي په نوم ډلې په غاړه اخیستې وې ـ

XS
SM
MD
LG