د لاسرسي ځای

تازه خبر

د باړې بې نتیجې عملیات به تر څو روان وي




فرهاد شینواری - خیبر ایجنسۍ - مشال راډيو

د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرو درې نیمو کالو راهیسې د لشکر اسلام وسلوالې ډلې پرضد پوځی عملیات دوام لری، او دلته درغلم،بیا درغلم او خوښ به دې شم په نامه باندې په بیا بیا پوځی عملیات وشول خو د باړې سیمې د خلکو او کارپوهانو په وینا لا تر دې دمې یې څه نتیجې رابرسیره نه شوې او نه یې کومه مخصوصه موده شته چې تر څو به دغه عملیات روان وی،او خلک به ترې بې کوره کیږی.

د دوی په خبره اوس هم پکې هدفی وژنې، د خلکو تښتول بمی چاودنې او د سکولونو د ورانولو لړۍ دوام لری. د امنیتی سرتیرو او وسلوالو ترمینځ پکې د نښتو په مهال ولسی وګړو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کرفیو او بد امنۍ له امله ترې په زرګونه خلکو خپلې کډې هم ویستلی دی. بازارونه،روغتونونه، او تعلیمی ادارې یې تړلې پرتې دی.

دا چې د باړې خلک دې حالاتو څومره ځپلی دی په دې باب د سیمې یو اوسیدونکی احمد اپریدی مشال ریډیو ته وایې چې((باړه بنده ده،موږ ډیر خفه یو، نه ډاکټر شته نه دوایي، نه ټرانسپورټ شته او نه راته اوړه او اوبه ملاویږی، نه پوهیږو تر څو به دغه عملیات روان وی))

د سیمې یو بل تن اسلم اپریدۍ وایي چې(( د ماټر ګولۍ مو پر کورونو راپریوځي،ډیری خلک مو پکې ووژل شول او ژوبل شول او ځینې پکې معذوران شول،او په زرګونه خلکو ترې کډي هم اوکړي، ټول خلک مو بې روزګاره شول))

د کډوالو نړیوالې ادارې (یو این ایچ سی ار) د وینا له مخې تر اوسه پورې د باړې نه خوا وشا درې لکه خلک بې کوره شوي دي چې ډیر خلک یې په جلوزو کډوالو کیمپ کې هم ژوند کوي.

د قدرتي افتونو د نظم صوبایې ادارې (پی ډی ایم اي) یو چارواکی نور اکبر وایي چې ((دباړې د خلکو په اړه ورته د چارواکو له خوا څه مهال وېش نه دی ټاکل شوی چې تر څو به دغه عملیات روان وي، او کله به دغه خلک خپلو کورونو ته ستنیږي، دا خو اوس هم راروان دي او موږ یې د نوښار په جلوزو کډوالو کیمپ کې رجسټرډ وو))

دا چې د خیبر ایجنسۍ باړه سیمه په دومره اوږده موده کې ولې له وسلوالو پاکه نه کړل شوه؟ په دې باب د دفاعی چارو کارپوهه بریګیډیر سعد محمد خان وایي چې((زما په خیال حکومت اوامنیتی ځواکونه په دې کار کې هوډ نه لري چې دلته صحیح عملیات وکړی او دغه سیمې له وسلوالو پاکې کړي))

نوموړی زیاته کړه،(( دلته په حکومت او پوځ لا دومره فشار نه دي زیات شوی لکه څنګه چې په سوات کې وو،هلته به هم په اول کې ځایي خلک وژل کیدل او تښتول کیدل خو چې کله پوځ په صحیح توګه عملیات وکړل نو هغه سیمه ډیره زر له وسلوالو پاکه کړل شوه،خو زه دا هم نه وایم چې یواځې پوځی عملیات د باړې د کشالې حل دی، بلکې حکومت د دغه سیمې د خلکو د خوندی کولو له پاره نورې لارې چارې هم لټولای شي،خو که بیا هم په دي سیمه کې د حکومت د واکمنۍ د بحالولو خبره وي نو بیا خو موثره پوځی عملیات ضروروي دي.))

د خیبر ایجنسۍ د باړې سیمې د عملیاتو په اړه مو چې کله د پوځ د اطلاعاتو ادارې (ایې ایس پی ار) یو چارواکی میجر فضل سره رابطه اوکړه نو دوی وویل چې(( د دې عملیاتو له موږ سره کومه مخصوصه موده نشته چې تر څو به دوام لري،خو دلته وسله وال دي او موږ به یې په نښه کوو،او چې تر څو پوري د امنیتی ځواکونو له خوا د عامو خلکو په نښه کولو خبره ده نو موږ د وسلوالو پرضد په هره کاروایي کې ډیر له احتیاطه کار اخلو چې عام ولس په کې په نښه نه شی او موږ ولسی وګړی نه دی په نښه کړي))

د ویلو وړ ده چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د لشکر اسلام وسلواله ډله زیاته فعاله ده چې مشري یې منګل باغ کوي.

XS
SM
MD
LG