د لاسرسي ځای



ډان ورځپاڼه ليکي د پاکستان په سرښار اسلام آباد کې د عیسایی مذهب په سلګونو کسان چې کورونه یی پریښي دي، ډيرۍ خلکو پکی په یو ځنګل کی کیمپ جوړ کړی، ونې یی وهلي دي او د څانګو نه یوه کلیسا جوړوي.

د ورځپاڼې په خبره دا په داسې حال کې ده چې په اسلام آباد کې په ورستیو کې یوه غریبه عیسایی انجلۍ چې ذهني ناروغي لري ، د هاغه پاڼو په سوځولو تورنه شوی چې ویل کیږي قرآني آیات پرې لیکل شوي وو، چې د ورځپاڼې په خبره په اړه یی څه خاص ثبوت هم نیشته. ورځپاڼه زیاتوي له هغې وروسته تقریبا 600 عیسایي کورنیو کډې کړي دي. خو ځیني پکې واپس شوي هم دي.

ورځپاڼه په دغو عیسایي کورنیو کې د یوې ښځې سمیرا زاهد له خولې لیکلي چې دې ځنګل ته به د خشاک ټولولو لپاره ورتلله نو ځکه ورته دا د سرپناه یو مناسب ځای ښکاري.

ورځپاڼه د دوی د پادري له خولې لیکي که څه هم دغلته خوراک او اوبه نیشته خو هیله لري چې خدای به ورته د صبر میوه ورکوي.

په پاکستان کې اسلام ته سپکاوی یوه ډېره نازکه مسله ده. چې تورن کسان په کې اکثر وهل یا وژل کیږي. ډان لیکي تېر کال هم دوه سیاستدانان چې ادعا کېږي د مذهبي سپکاوي قانون ته یې بد ویلي ول، ووژل شول.

ورځپاڼه زیاتوي د ګل په ورځ د ټول پاکستان علماء شورا او پآکستان انټر فیت لیګ په نامه یوی ډلې په ګډه یو خبري کانفرنس وکړ. دواړو ډلو په دې غږ وکړ چې تحقیق دې وکړل شي آیا دغه عیسایي انجلۍ په ناسم ډول تورنه شوې که څنګه؟ او بیا په دې لړ کې د مذهبي سخت دریځو څه رول دی. یوې ډلې په کې عیسایانو ته د تحفظ ورکولو غوښتنه هم وکړه.

ورځپاڼه لیکي تنقید کونکي وایي، د مذهبي سپکاوي قانون اکثره د بدل اخیستلو لپاره استعمالیږي. د دې کیس په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په بیان کی دا یوه سخته خواشینونکی خبره ګرځول شوی وه.

په یاده خبري غونډه کې د شورا مشر پر بهرنیو غږ وکړ چې مداخلت دې پکې نه کوي. او زیاته یی کړه چې پاکستان به په خپله دغه انجلۍ او د هغې ټولنې ته تحفظ ورکوي.

ورځپاڼه د یوی بلې ښځې چې کور یی پریښی و او اوس واپس کور ته تللی ، له خولی زیاتوي بچي یی د واپس تللو نه ډېر ویریدل نو ځکه یی خپلوانو کره لیږلې دي.

ورځپاڼه لیکي عیسایان وايي غواړي چې په ځنګله کې د اوسیدلو اجازه ورته ورکړل شي چې هلته یې د یوی کلیسې بنیاد هم ایښی دی. او پکار ده چې احترام یې وشي.

XS
SM
MD
LG