د لاسرسي ځای


خبریال /نجیب الله الوخیل-خوست

دخوست موزیم کتنې ته هره ورځ په ګڼ شمیر کې سیلانیان ورځي او دتاریخي اثارو او د لاسي صنایعو ننداره کوي .دموزیم مسوولین له ځايي خلکو غواړي،چې د موزیم په بډاینه کې دې همکاري وکړي اوکه چیرې لرغوني اثار او یا نوي لاسي توکي لري دوی ته دې وروسپاري.

خوست موزیم ،چې شاوخوا اووه کاله وړاندې یې بنیاد کېښودل شو، دا مهال درې سوه قلمه بیلابیل تاریخي اثار او ترڅنګ يې دلاسي صنعت توکي لري ،چې کتلو او نندارې ته يې په ګڼ شمیر کې کسان ،چې زیاتره يې لوستي کسان ،محصلین او استادان دي ورځي .

نوموړی موزیم نږدې ټول د ځايي خلکو په مرسته جوړ شوی او خلکو ورته داتوکي بسپنه کړي دي . یاد موزیم ،چې د ټولو خلکو ګډ کلتوري میراث بلل کېږي ،مسوولین یې له خلکو غواړي ،چې د دې ملي شتمنۍ په بډاینه کې ورسره مرسته وکړي او هغه توکي ،چې تاریخي یا کلتوري ارزښت لري او تراوسه يې له ځانونو سره ساتلي ،خوست موزیم ته دې وسپاري،دموزیم څو تنو مراجعینو له مشال سره په خبرو کې داسې څرګندونې وکړې:

((نوم مې حضرت ولي دی او دصبریو ولسوالۍ اوسیدونکی یم ،موږ کله ناکله موزیم ته دتاریخي اثارو دلیدلو لپاره راځو،پدې کې ډیرتاریخي توکي شته ،چې له پخوا زمانو څخه ساتل شوي دي .))

نوموړی وړاندې وايي،چې له خلکو غواړي چې له ځانونو سره ساتلي تاریخي اثار موزیم ته وسپاري تر څو له یوې خوا هغه وساتل شي او بل لوري ته موزیم هم غني شي. سیدقابیل شاه چې دشمل دحسن کوټ کلي اوسیدونکی دی وايي،چې دخوست موزیم دلیدلو لپاره ورغلی، د ده په خبره موزیم ته هر وخت په ګڼ شمیر کې شاګردان ،ځوانان او ماشومان راځي او ددې توکو په لیدلو ځان له خپل تاریخ او لرغونو دودونو سره بلدوي. پدې ځای کې ډیر لرغوني تاریخي اثار او یو شمیر لاسي توکي موجودي ،چې ځانګړی کلتوري ارزښت لري.

دموزیم مشر حبیب محمد مندوزی وايي،چې دموزیم دلیدلو لپاره نه یوازې خوست میشتي بلکې ترڅنګ يې دنورو ولایتونو خلک هم مراجعه کوي ،ډیری لیدونکي يې لوستي او علمي کسان دي ،چې په علمي څیړنو کې هم ورڅخه ګټه پورته کوي،هغه دموزیم یو شمیر اثار او توکي هم راپیژني

:((د موزیم لیدو ته هره ورځ ګڼ شمیر کسان راځي ، په لیدونکیو کې د نورو ولایتونو لکه: ننګرهار ،پکتیا،کندهار، لوګر او یو شمیر نوروسیمو خلک شته، دوی دموزیم دکتنې لپاره راغلي او یو شمیر کسانو پکې تاریخي څیړنې کړي، چې داکار دموزیم ارزښت نور هم سیوا کوي.))

ښاغلی مندوزی زیاتوي،چې له دوی سره یو شمیر سیکې شته ،چې لرغونتوب يې باختري دورې ته رسیږي،یو کچکول راسره شته،چې په (۲۲۶ ) ه،ش کال کې جوړ شوی دی ،یو غاښ لرو ،چې وزن يې پنځه ګرامه کم پنځه کیلوګرامه دی او داغاښ دیو حیوان دی،چې موږ ته یو تن هیوادوال سپارلی دی. یو شمیر داسې وسلې لرو ،چې په لرغونو زمانو کې خلکو کارولې ،دیما پاچا د دورې توپک لرو ،چې (دمبور) په نوم یادیږي او دخولې له لارې باروت وراچول کیږي.



داطلاعاتو او فرهنګ رئیس محمد امین شاه الفت موزیم یو ارزښتمن کلتوري میراث بولي او وايي،چې پدې سره ځوان نسل دخپل هیواد له تاریخ او کلتور سره اشنا کیږي او دوی غواړي موزیم بډایه کړي او ورته ځانګړې ودانۍ جوړې کړي . ښاغلی الفت پدې برخه کې دخلکو دهمیشنۍ مرستې غوښتنه لري او پدې برخه کې په هیوادني احساس ټینګار کوي:

((خلک لرغوني اثار له نږدې ګوري ،ددوی له کړو وړو او مذهبي معتقداتو څخه معلومات ترلاسه کوي ،هغه څه پدې موزیم کې شته ، دلرغونو زمانو حکایتونه له ځانه سره لري ،نو بډاینه يې زموږ په کاري لومړیتوبونو کې راځي ،ددې ترڅنګ غواړو موزیم ته نوې او مجهزې ودانۍ جوړې کړو چې لرغوني اثار ښه خوندي کړای شو.))

ښاغلی الفت له ولسونو غواړي، چې هغه شمیر تاریخي اثار یا لاسي صنایع، چې زموږ د کلتور ښکارندويي کوي دخپل ستر احساس تر مخې دې وروسپاري. یاده دي وي ،چې کتونکي د خوست موزیم د اوسنۍ وداني جوړښت او هم له ښاره دفاصلې شتون دواړه مناسب نه بولي او وايي، چې که موزیم ښار ته نږدې مناسب ځای پیدا کړي،نو سیلانیان به یې د اوس په پرتله څو برابره ډیر شي.

XS
SM
MD
LG