د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوال ځواکونو له افغانستانه تګ کوي، پېښې زیاتېږي





وال سټريټ ژورنال د افغان چارواکو په حواله وايي چې طالب وسله والو په جنوبي ولايت هلمند کې د اوولسو عام وګړو سرونه پرې کړل او هم دغلته په يوه بله پېښه کې يې لس افغان سرتېري ووژل . ورځپاڼه زياتوي دا په داسې حال کې ده چې افغان ځواکونه د هغو سيمو چې بهرني ځواکونه ترې وځي، د امنييت د خوندي کولو په هڅه کې دي .

ورځپاڼې دغه راز د تېر ګل په ورځ په کندهار ولايت کې د پوليسو په يوه کاروان شوې د سړک غاړې د بمي چاودنې يادونه کړې چې وايي، د دې ولايت د پوليسو مشر جنرال عبدالرازق له حملې بچ ووت، خو په ترڅ کې يې دوه ولسي وګړي مړه او اوولس سرتېري ټپي شول .

ورځپاڼې هم د تېر ګل په ورځ د افغانستان په ختيځ ولايت لغمان کې د يو افغان سرتېري له خوا د دوو امريکايي سرتېرو د وژنې د پېښې ذکر هم کړی دی .

وال سټريټ ژورنال د هلمند د وروستۍ پېښې په اړه، چې په کې د دوو ښځو په شمول د اوولسو کسانو سرونه پرې شول، ليکي چې افغان چارواکي يې په هکله بېلا بېلې خبرې کوي . ځينې وايي چې طالبانو دغه خلک پر دوئ د جاسوسۍ کولو په شک وژلي دي ، او ځينې نور بيا وايي چې طالبان په کجکي ولسوالۍ کې، چې د دوئ مضبوط مرکز بلل کېږي، د ښځو او سړو د موسيقۍ په يو ګډ بنډار وروختل او دغه بې رحمانه وژنې يې وکړې .

د يادې امريکايي ورځپاڼې په ليکنه، طالبان د سخت دريځي اسلام پلويان دي، چې د پردو ښځو او سړو يو له بل سره ګډېدل منع کوي او د موسيقۍ کول يو غير شرعي عمل ګڼي .

ورځپاڼې په عين وخت کې د طالبانو د وياند قاري يوسف احمدي خبره راخيستې چې ويلي يې دي، د کجکۍ له پېښې نه دی خبر .

وال سټريټ ژورنال کاږي، هغه دېرش زره اضافي امريکايي عسکر چې ولسمشر براک اوباما د وسله والو مخالفينو د ځپلو لپاره افغانستان ته لېږلي ول، به راروانه سيپټمبر مياشت له دغه هېواده ووځي . د ورځپاڼې په وينا، د دې امريکايي سرتېرو له جملې څخه اکثره يې په هلمند کې ځای پر ځای شوي، چېرته چې د افغانستان د نورو سيمو په پرتله تر ټولو زيات اپيم تولېدېږي .
وال سټريټ ژورنال وړاندې وايي، په افغانستان کې د ولسي وګړو او سرتېرو د وژنو دغو وروستيو پېښو د دې هېواد د امنييت ټينګولو د افغان ځواکونو د ظرفييت په اړه پو ښتنې ولاړې کړې دي .

خو ورځپاڼه بيا د ايتلافي ځواکونو د يوه امريکايي وياند کرنل تهامس کولېنز له خولې ليکي چې وايي، په افغانستان کې زموږ ګډه ستراتېژي تر ډېره د ښاري سيمو د امنييت په خوندي کولو څرخي، چې له کبله يې دښمن کليو او بانډو ته مخه کړې ده .د نوموړي په اند دا به وخت ونيسي چې افغان حکومت د هېواد کليوالو سيمو ته خپل نفوذ وغځوي .

ژباړه: هارون باچا



XS
SM
MD
LG