د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا او فاټا معذوره لوبغاړي خپل حق غواړي


دا د بوسنیا د معذارانو والي بال ډله دي چې د لندن پرالمپیکس لوبو کې د برخې اخیستو وړاندې ورزش کوي
دا د بوسنیا د معذارانو والي بال ډله دي چې د لندن پرالمپیکس لوبو کې د برخې اخیستو وړاندې ورزش کوي

فرخنده وزیر

په لندن کې روانه میاشت د معذورانو لوبغاړو لپاره پیرالمپکس لوبې کیدونکې دي، چې د پاکستان په نمایندګۍ د پنجاب صوبې د فیصل اباد مدثر بیګ هم پکې برخه اخلي . خو د خیبر پښتونخوا معذوره لوبغاړی بیا وایې، باید حکومت دوی هم په دغه لوبو کې شامل کړی واﺉ .

د پاکستان ګوزن وهلی لوبغاړی مدثر بیګ وایې، د لندن پیرالمپکس لوبو کې د خپل ملک لپاره تمغه ګټل غواړي چې دا شان خپل خوب رښتیا کړي. مدثر بیګ دا خبرې اې ایف پي خبري اژانس سره کړي او غواړي، د خپل ملک د معذوره هلکانو او نجونو لپاره یو مثال جوړ شي. هغه به د روانې میاشتې په ۲۹مه نیټه په لندن کې د معذوره کسانو په لوبو کې د پاکستان نمایندګي کوي.

هغه به د ګون ځپلو په څلور سوه میټره تیزې منډي کې برخه اخلي او وایې هیله مند دی ، چې دغه مقابله به وګټي. اخوا خیبر پښتونخوا د پیښور احسان دانش بیا وايي،دی د ټینس لوبغاړی دی، او د پاکستان یې نه یوازې په ملکي بلکې په نړیواله کچه هم نمایندګي کړې ده، خو د لندن پیرالمپکس په اړه ورسره حکومت هیڅ رابطه ونه کړه. احسان چې په پښو معذوره دی، او سرکاري نوکري هم کوي، وایې باید د پاکستان حکومت د معذوره لوبغاړو حوصله افزایې وکړي(( دوی ته هیڅ پته نشته د لندن په دغه لوبو کې د پاکستانه څوک ګډون کوي، او نه دوی سره چا رابطه کړې، باید حکومت د خیبر پښتونخوا معذوره لوبغاړو ته هم پوره برخه ورکړي))

احسان دانش دا هم وایې، اکثره د خیبر بښتونخوا او قبایلي سیمو لوبغاړو ته د نور ملک غوندې سهولتونه او ټریننګ نه ورکول کیږي.

د لندن پیرالمپکس به د راروانې چارشنبې نه شورو کیږي، او د ستمبر تر نهمې نیټې پورې به دوام لري. د فیصل اباد د مدثر بیګ نه علاوه په دغه لوبو کې انیلا بیګ، محمد نعیم هم ګډون کوي.

اې ایف بي خبري اژانس د مدثر بیګ له خولې لیکي ، چې وایې، دی په وړوکوالي کې ګوزڼ وهلې وو، او نه یې شو کولاﺉ د نورو ماشومانو غوندې منډې ووهي او لوبې وکړي، خو خپله دغه معذوري یې په خپل ژوند کې خنډ ونه ګرځولی.

د لندن په پیرالمپکس لوبو کې د قباییلي سیمو او خیبر پښتونخوا لوبغاړي ګډون نه کوي، د اولمپکس لوبو لپاره د فاټا سیکټري شاهد خان شینواری وایې، د قبایلي سیمو لوبغاړو ته هغه شان سهولتونه نه ورکړل کیږي ، څنګ چې د څلورو صوبو لوبغاړو ته حاصل دي.

شاهد شینواری چې پخپله هم د فټ بال لوبغاړی پاته شوی، وايي دوی کوشش کوي د مغذوره لوبغاړو تر څنګ په دغه سیمو کې د لوبو د پرمختګ لپاره کار وکړي، چې داشان ځوانان خپل فارغه وخت په لوبو او ورزشونو کې تیروي(( موږ د ګورنر سره په دې خبرې کوو ، چې په هر ایجنسۍ کې دې د لوبو میدانونه جوړ شي،چې ځوانان خپل فارغه وخت په لوبو کې تیر کړي، موږ اوس هم د فاټا د ځوانانو دغه کوششونه ستایو، چې د هر څه باوجود یې خپلې لوبې او میدانونه نه دي پریښودي))

د پیښور د ټینس لوبغاړی احسان دانش بیا وایي باید حکومت دوی ته هغسې ټرینګونه ورکړي، چې دوی د نړیوالو سیالو جوګه کړي، او باید د لوبو په ملکي او نړیوالو مقابلو کې د ټولو سیمو لوبغاړو ته یو شان نمایندګي ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG