د لاسرسي ځای

تازه خبر

"حقاني شبکې ته د افغان خاورې سپارلو خبر دروغ دی"






په افغانستان کې دامریکایي ځواکونو ویاند بریګېډییېر جنرل سټیفن تویټي په یوه اعلامییه کې د پاکستانۍ ورځپاڼې اېکسپرېس ټریبیون هغه خبر رد کړی او دروغ یې بللی، چې په کې راغلي، امریکا غواړي له حقاني شبکې سره د جوړ جاړي په موخه د افغانستان یو ټوټه خاوره ورته وسپاري او دا چې د امریکا په اند د حقاني شبکه د افغانستان په راتلونکې سیاسي جوړښت کې مهم رول ترسره کولاﺉ شي.

په افغانستان کی دامریکایي پوځ ویاند وایي، پدغه خبر کی هغه څه چې د امریکایي لوړپوړي پوځي چارواکي له خولې ویل شوي له امریکايي تګلارې سره اړخ نه لګوي، د ده په خبره دا صلاحیت او واک یواځې دافغانستان اسلامی جمهوریت سره دی چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب سیاسي ګامونه اوچت کړي.

XS
SM
MD
LG