د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د ټرانیزیټ پراختیا





حمید مهمند

پراګ:- افغان حکومت هڅه کوي، چې د چا بهار بندر له لارې نه یوازې د هند په ګډون له ځینو نورو هیوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخه کړي، بلکې خپلې ټرانزیټي ستونزې هم حل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت وایې، چې له ایران سره ورته د اړیکو او په تیره بیا د چا بهار بندر له لارې د ټرانزیټي فعالیتونو پراخول زیات ارزښت لري.

ددغه وزارت ویاند جانان موسي د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې ناستې د بحث یوه موضوع هم د چا بهار بندر په اړه د همکاریو زیاتول دي.

ښاغلي موسی زي دا ناسته مقدماتي وبلله او ویویل، چې یو اساسي هدف یې د چا بهار بندر د پراختیا په اړه د دریو واړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ لپاره د یو مناسب چوکاټ برابرول شامل دي.

((د افغانستان، ایران او هند ترمنځ د درې اړخیزې ناستې اساسي هدف د دریو واړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریززو او په تیره بیا د دریم هیواد هند سره د ټرانزیټي همکاریو پراختیا ده. موږ ددې غونډې هر کلې کوو او هیله مند یو، چې دا نه یوازې د دغو دریو واړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د ودې په ګټه وي، بلکې د سیمې د اقتصادي ودې لپاره هم یو مهم ګام ثابت شي.))

افغانستان د روان کال په اپریل میاشت کې چا بهار بندر ته د لاس رسي په هدف له ایران سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ. چې له مخې یې ایران افغان حکومت ته په چا بهار کې یوه ځمکه هم د کرایيې په ډول په واک کې ورکړې، څو افغان سوداګرو ته د اسانتیاو د برابرولو لپاره یې وکاروي.

افغان حکومت د چا بهار بندر له لارې د خپلو سوداګریزو اړیکو د پراخولو لپاره دا هڅې پداسې حال کې کوي، چې له پاکستان سره یې د ټرانزیټ په برخه کې تل ستونزې درلودې.

که څه هم افغان حکومت اوس اوس له پاکستان سره د ټرانزیټ تړون، چې د لومړې په ۱۹۶۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وو نوی کړ، خو د افغان سوداګرو شکایتونه پای ته و نه رسیدل.

خو اوس افغان حکومت هیله مند دی، چې د چا بهار بندر له لارې به یې د ټرانزیټ په برخه کې ستونزې هوارې شي.

XS
SM
MD
LG