د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اټومي وړتیا نړۍ له خطر سره مخامخولائ شي


د امریکا د سېنېټ غړی جوزف لېبرمن
د امریکا د سېنېټ غړی جوزف لېبرمن





د امریکا د سېنېټ غړی وایي، داسې څرګند شواهد او اسناد موجود دي، چې ایران د اټومي وسلې د تولید هڅه کوي او که تهران ددې هدف په ترلاسه کولو کې بریالې شو، نو ټولې نړۍ ته به په یو ګواښ بدل شي.

جوزف لېبرمن د یکشنبې په ورځ په پراګ کې د ازادۍ راډیو مرکزي دفتر ته راغلې وو او ددې موضوع په اړه یی له فردا راډیو سره ځانګړې مرکه وکړه.

ده په خپلو خبرو کې وویل، چې د ایران ددغو هڅو شواهد یوازې د امریکا حکومت سره نه بلکه له ملګرو ملتونو سره هم موجود دي.

(( زه د ایران اټومي وسلې د پروګرام په خلاف د امریکايي حکومت د موجوده چلند ملاتړ کوم. فکر کوم، چې دا څرګند شواهد او اسناد یوازې د امریکا له حکومت سره نه بلکې د ملګرو ملتونو له ادارو سره هم موجود دي، چې ایران د اټومې وسلې د جوړولو په وړتیاو کار کوي. که ایران اټومي وسله جوړه کړي، نو سیمې او نړۍ ته به یو ګواښ وي.))


لیبرمن وویل، که د تهران پر ضد اوسنیو اقتصادي بندیزونو دغه هیواد د اټومي وسلې د جوړولو لپاره له خپلې ارادې را و نه ګرځوو، نو د امریکا په څیر هیوادونه به مجبور وي، چې نورو سختو اقداماتو ته مخه کړي.

خو ده دا هم وویل، چې د پوځي اقدام لپاره تر هغې انتظار ایستل، چې ایران اټومي وسله جوړه کړي، یو بې مفهومه کار به وي.

خو پوځي کارپوهان بیا دا شک څرګندوي، چې په پوځي اقدام کې دې د ایران ټول اټومي تاسیسات له منځه یوړل شي، ځکه د ایران ټول دا تنصیبات په ځمکه کې دننه او یا هم په غرونو کې دي.

لیبرمن پدې اړه په خپل ځواب کې وویل، چې پوځي اقدام به لږ تر لږه وکړائ شي، چې د ایران د اټومي وسلې د جوړولو پرواګرام وځنډوي او په تهران کې د حکومت تر بدلون پورې زیات وخت ترلاسه کړو.

((زه فکر کووم، چې موږ د ایران اټومي پروګرام تباه کولو او یا لږ تر لږه د فلج کولو وړتیا لرو. له دې سره به دا فعالیتونه د څو کلونو لپاره وځنډول شي، موږ هیله مند یو، چې په دې موده کې رژیم بدل شي او داسې حکومت رامنځ ته شي، چې زیات ډیموکرات او دوست وي.))

خو ایران بیا ادعا کوي، چې د اټومي پروګرام یی د سوله ایزو مقاصدو لپاره دې او د اټومي وسلې د جوړولو هیڅ نیت نه لري.

حال دا، چې لیبرمن وایي، همدا اوس ایران دومره بډایه کړای شوي یورانیم لري، چې د پنځو اټومي بمونو لپاره کافي دي.

ژباړه: حمید مهمند

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG