د لاسرسي ځای

سعودي عربستان اته تنه ترهګر نیولي




سعودي چارواکو د اتوار په ورخ ویلي چې په دغه هيواد کې یې ترهګر ټولګي افشا کړي او اته کسان يي نيولي دي.

سعودي خبري اژانس د سعودي عربستان د کورنيو چارو د وزير له خولې وايي، چې په سرښار رياض کې په پوليسو او عامو وګړو د بريدونو د پلان جوړولو په تړاو شپږ يمنيان او دوه سعودي وګړي نيولي دي.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې پوليسو د رياض ښار په يو جومات کې په پلان شویو بريدونو کې د کارولو په موخه چوونکي توکي، تارونه او موبايل ټيليفونه هم نيولي دی.

پوليس وايي، ښکاري داسي چې دغو کسانو د ريموټ کنټرول بم جوړولو پلان درلودو.

ددغه هيواد د کورنيو چارو وزارت دا هم وايي چې يو بل ټولګی يې په جده ښار کی هم نيولی دی.

د کورنيو چارو وزارت وايي چې دغه مشکوکه کسا ن تکفيريان وو. په سعودي عربستان کې تکفيريان هغوي ته وييل کېږی چې د القاعده ترهګری شبکې سره تړاو لری.

XS
SM
MD
LG