د لاسرسي ځای

توهين عدالت کېس تر اتلسم ستمبر وځنډول شو


وزيراعظم راجه پرويز اشرف

وزيراعظم راجه پرويز اشرف



د ګل په ورځ سپريم کورټ کې پنځه کسیزه جرګګۍ د جسټس آصف سعيد کهوسه په مشرۍ کې د قامي جوړجاړي قانون (اېن آر او) عملدرامد لړ کې د توهين عدالت کېس اورېدنه وکړه. دغه دوران وزيراعظم راجه پرويز اشرف د پيپلز ګوند د غړو ، وزيرانو او اتحادي جماتونو د مشرانو سره عدالت کې موجود وو.

د مقدمې د اورېدنې په وخت وزيراعظم عدالت ته خواست وکړو چې هغه ايله دوه مياشتې وړاندې چوکۍ ترلاسه کړېده او غواړي چې د خط لانجه هواره کړي خو په دې معامله د پوهېدو له پاره یې وخت پکار دی .

په دې موقع د عدالت وینا وه چې دا خبره دومره لويه نه ده څومره چې جوړه کړل شوېده.
له سلا مشورې پس عدالت د مقدمې اورېدنه د راتلونکې مياشت تر اتلسمې نېټې وځنډوله او وزيراعظم ته یې وويل چې که هغه په خپله نه شي راتلای نو د قانون وزير دې دهغه پر ځای پېش شي.

د اورېدنې روستو مطبوعاتو سره په خبرو کې د اطلاعاتو وفاقي وزير قمر زمان کائره وويل چې پيپلز ګوند د عدالتونو احترام کوي او ځکه یې دويم وزيراعظم هم عدالت ته وړاندې شو، حالانکې د مخکیني وزيراعظم سید یوسف رضا ګیلاني په ضد راغلي فيصله هم غير آیيني ده او دا یې هم د زړه نه ده منلي.

د ده وېنا وه چې راجه پرويز اشرف به پخپله په اتلسم ستمبر عدالت ته وړاندې کېږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د سياسي او قانوني چارو د کار پوه بېرسټر باچا وايي، که څه هم عدالت او حکومت په خپل خپل ضد ولاړ دي خو بيا هم داسې ښکاري چې داځل حکومت د لانجې هواري فيصله کړېده او غواړي چې د عدالت په مشوره سویس چارواکو ته يو داسې خط وليکي چې ورسره په ولسمشر هم تور رانه شي او د عدالت حکم هم ومنل شي.

خو د قانوني چارو کارپوه قاضي انور وايي، چې حکومت کله هم خط لیکل نه غواړي بلکې د اوږدو اوږدو تاريخونو مقصد هم دا دی چې معامله وغځول شي او په دې دوران نګران حکومت جوړ شي. او هغه به نه شي کولای چې د خط ليکلو په لړ کې خپله فيصله جاري کړي ځکه چې دا به دهغه په دایره اختيار کې نه وي.

د يادونې وړ ده چې د پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري په ضد د سویټزرلېنډ په عدالتونو کې د شپږ سوه ملينه ډالرو مقدمه چلېده کومه چې د پخواني اټارني جنرل ملک قيوم په وینا ختمه کړل شوېده او اوس سپريم کورټ حکومت ته وایي چې دغه مقدمه بيا شورو کولو له پاره سویس چارواکو ته خط وليکي. او د خط نه لېکلو پر سر سپريم کورټ پخوانی وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني هم سزا کړلو.


رياض موسه خېل
اسلام آباد

XS
SM
MD
LG