د لاسرسي ځای

تازه خبر

هلمند: طالبانو د ۱۷ افغان وګړو سرونه غوڅ کړل





د افغانستان په هلمند کې چارواکي وايي چې د کجکي ولسوالۍ په اړوندو سیمو شا کارېزاو زمینداور په روشن اباد کلي کې وسله والو طالبانو د ۱۷ افغان ولسي وګړو سرونه غوڅ کړي دي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د هلمند والي ویاند داؤد احمدي وویل چې دا پېښه پرون رامنځ ته شوې چې په کې د ده په خبره دوې ښځې هم وژل شوي دي.

احمدي زیاته کړه، چې دا ولسي افغانان له حکومت سره د همکارۍ په تور وژل شوي دي، نوموړی وايي دښمن ویره لري چې د افغانستان په یو شمېر سیمو کې ولسي افغانانو د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون پیل کړی دی او هغوی له خپلو سیمو وباسي، او داسې ښکاري چې په کجکي ولسوالۍ کې هم خلکو د طالبانو پر ضد د ولسي پاڅون نیت درلو چې ښايي د دوی پلان واردمخه په ډاګه شوی وي نو ځکه ووژل شول.

داسې راپورونه دي چې وژل شويو کسانو په موسی کلا ولسوالۍ کې په يوه مېله کې برخه اخيستې وه او په همدې ګناه يې سرونه پرې شوي.

وسله والو طالبانو ددغه ولسي افغان وګړو د وژنې په باب څه نه دې ويلي.

د هلمند والي ویاند داؤد احمدي له مشال راډيو سره په خبرو کې دا هم تایید کړه، چې په واشیر ولسوالۍ کې د افغان ملي اردو لس سرتیري د خپلو همکارانو لخوا وژل شوي.

نوموړي وویل، چې دا کسان تیره شپه په خپله امنیتي پوسته کې تر یوه سازش لاندې د طالبانو لخوا وژل شوي.

بلخوا رپورونه وايي په لغمان ولایت کې یوه افغان عسکر دوه بهرني سرتېري وژلي دي چې بیا وروسته د نړیوالو عسکرو په ځوابي برید کې افغان عسکر ووژل شو.

XS
SM
MD
LG