د لاسرسي ځای

تازه خبر

دکیلاش د خلکو سباوون د ګواښ سره مخ دی


له ډان ورځپاڼې / د مجید بابر ژباړه


د پاکستان د انګريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان په خپله يوه اداريه کې ليکي چې د خيبر پښتونخوا په چترال کې میشته کیلاش قبيله دا مهال د خپل تاریخی، ټولنیز شناخت د بحران سره مخ ده.

که څه هم تر پيړیو پورې د دغې قبيلې لرغوني مذهب او ثقافت په سيمه کې د اسلام د راتګ نه مخکې خپلې نخښې پریښي، خو کيدای شي د ترهګرۍ د ګواښ له وجی دغه قبيله خپل لرغوني مذهب او ثقافت ته خدای پا ماني ووايي.

اداريه زياتوي چې د راپورنو له مخې اوس دغې قبيلې د خپلو لرغونو رواياتو له مخه خپل مړي په ډاګه پريښودل بند کړي دي او د ترهګرو د بريدونو له ويرې يې لکه د مسلمانانو ښخول پيل کړي دي.

اداريه زياتوي چې کیلاش قبيلې دا فیصله پس له هغې وکړه، کله چې د افغانستان د نورستان صوبې نه ورغلو وسله والو د دغه قبيلې يو شپونکی سره د خپلو ګډو بيزو وتښتولو او او ویې وژلو، او سلګونو ګډې بيزې يې هم ترې واخیستې.

په تيرو وختونو کې داسې راپورونه هم راغلي ول چې د کیلاش قبيلې خلکو باندې د مذهب بدلولو لپاره فشار اچول شوی و ، اوس خو دغه سلسله بنده شوې ده، خو بيا هم په دغو سیمو کې د وسله والو د پرله پسې بريدونو له کبله د کیلاش قبيلې کلتور ته نوي ګواښونه شوي دي.

اداريه لیکي چې د کیلاش قبيلې د نفوسو شميره یو څو زره ده، او په پاکستان کې د لږکیو سره چی ښه روان دي، دا يوه معجزه ښکاري چې، په داسې حالاتو کې هم کیلاش قبيلي خپل کولتور او مذهب خوندي ساتلی دی، خو که په پاک افغان پوله چیرته چې د پاکستان امنيتي ځواکونه هم ځای پر ځای دی، د امنيت وضعه برابره نه شي، او د کیلاش قبيلې دغه يو څو زره خلک خوندي و نه ساتل شي، نو کيدای شي چې دغه قبيله او د هغوی کولتور او مذهب د مينځه لاړ شي.

اداريه زياتوي چې کله هم نړۍ ته پاکستان خپل کولتور وړاندې کوي نو د کیلاش قبيلې ثقافتي پلاوو ته ډير څرګنده ځای ورکوي، خو اوس چې دغه قبيله د له مينځه تللو د ګواښ سره مخ ده، بايد پاکستانی رياست د دوی د خوندي ساتلو لپاره هم ګړندي او څرګنده ګامونه واخلي.
XS
SM
MD
LG