د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرقه ییز وېش پښتني ټولنه سخته اغیزمنه کړې ده



بوریوال کاکړ

د پاکستان په ټولنه کې که یو پلو د قام پرستۍ پر اساس په خلکو کې له یو بله د لرې والي احساس موجود دی نو بل پلو په دې ملک کې ټولنه په مذهبي توګه هم په یو شمېر ډلو وېشل شوې ده.

د دې موضوع په اړه درې پوښتې ډېرې مهمي دي ،لومړی دا چې ایا دې فرقه ییز وېش د یو ملک په حېث پاکستان ته څومره زیان رسولی دی ؟ ، دویمه دا چې د پښتنو پر ټولنه یې څه اغېزه کړی دی ؟ او درېیمه دا چې ایا دا فرقې په پښتنو کې وې او که پر دوی تپل شوې دي؟

په پاکستان کې د اوسېدونکو شاوخوا اتلس کروړه خلکو تر شپږ نوي فیصده زیات مسلمانان دي. خو دغه خلک بیا په خپله په یو شمېر مذهبي فرقو کې وېشل شوي دي.

لومړی شعیه او سني او بیا دغه فرقې هم دننه په بېلا بېلو وړو وړو فرقو کې تقسیم دي. د پېښور پوهنتون مرستیال مشر او د مذهبي چارو کارپوه پروفیسر قبله ایاز وايي دا وېش پاکستان ته ډېر زیان رسوي.

هغه وايي ً دا وېشل چې په کومه طریقه روان دي دا خو ښکاره خبره ده چې ډېر زیان رسوي. سني وي ، یا شعیه وي ، دیوبندي او یا برېلوي وي خو دا یوازې د ترجیحاتو خبره ده. دا د دې لپاره نه ده چې ته د دې تبلیغ وکړې. له بده مرغه دا شیان په پاکستان کې اوس د نفرت پر اساس دي. او ښکاره خبره ده چې ډېر زیان رسويً.

د پروفیسر قبله ایاز په وینا دا فرقه ییز وېش نه یوازې په نړۍ کې د اسلام د بدنامۍ سبب جوړیږي بلکې په پاکستان کې دننه د خلکو تر منځ د تشدد لامل هم ګرزي.

نوموړي زیاته کړه چې ګلګت او بلتستان ډېرې پرامن علاقې وې. اوس هلته دا قتلونه پیل شو. هغه بله ورځ چې کومه پېښه وشوه. له بس څخه یې خلک را کښته کړل سرونه یې ورڅخه پرې کړل او ویې وژل. دا یو سخت دریځه فکر ته وده ورکوي، ځکه چې د ردعمل یو سوچ هم جوړیږيً .

د سیاسي او ټولنیزو چارو کارپوه ډاکټر خادم حسېن وايي چې له تېرو پېړیو راهیسې د پښتنو په ټولنه کې د قبایلو او جغرافیې پر اساس وېش موجود دی خو د مذهب او په مذهب کې دننه د فرقو پر اساس وېش تر ټولو خطرناک دی.

د هغه په وینا دا ځکه چې په قبایلي او جغرافیايي وېش کې چې به کله شخړې رامنځ ته شوې نو هغه ستونزې به د جرګو او مرکو له لارې هوارې شوې. خو په فرقه ییز وېش کې هغه واک داسې خلکو واخیست چې په دې له سره بلد نه دي.

ډاکټر خادم حسېن وویل، چې کوم فرقه ورانه تقسیم و او یا پیدا شو. په هغه تقسیم کې د جرګو مرکو طریقه کار داسې خلکو ته په لاس ورغلی چې د هغوی تعلق له دې خاورې سره نه دی. اوس یو پلو قبایلي تقسیم دی ، بل پلو جغرافیايي او کولتوري تقسیم دی او دریمې غاړې ته فرقه ییز تقسیم دی. او دا درې واړه تقسیمونه د پښتنو د اجتماعي وجود لپاره ډېر خطرناک ديً .

ایا دا فرقه ییز وېش د پښتنو د ټولنې خپل دی او که نه ورباندې تپل شوی دی؟

ډاکټر خادم حسېن د دې پوښتنې په ځواب کې وویل ً زما په فکر د پښتنو پر خاوره ټول وېشونه او سره له دې فرقه ییز وېش ، دا تپل شوي دي. یو چوڼ (سوری) موجود وو او هغه غټ کړل شو او په داسې ډول غټ کړل شو چې پښتانه لومړی په قبایلي شکل کې تقسیم ، بیا په جغرافیايي شکل کې تقسیم او اوس په شعیه او سني کې ، برېلوي ، وهابي او دیوبندي کې، د تقسیم دا مرحله مسلسل روانه ده. د درېدو نه ده. نو زما خیال دا دی چې د دې زیاته برخه تپل شوېدهً.

په ټول پاکستان کې فرقه ییز تاوتريخوالی شتون لري خو د پښتنو هنګو او کرمه ایجنسۍ هغه سیمي دي چیري چې د فرقه ییز اختلاف له کبله د تشدد په پېښو کې تر اوسه په سلګونه کسان وژل شوي او ټپي شوي دي.
XS
SM
MD
LG