د لاسرسي ځای

سوات کې فن کارانو دسر په بیه کولتوري هڅې کړي دي



لیک : طاهره یعقوب
ژباړه : ملیحه امیر ذاده

دی نیشنل ورځپاڼه کې لیکواله طاهره یعقوب ليکي، سندرغاړې غزاله جاوید په هغو فنکارانو کې یوه وه، چې د سوات په سیمه کې یې د پښتني کولتور، ګډا او د سندرو ویلو روایت د ستونزو باوجود پرمخ بوتلو.


غزاله جاوید چې د څوارلس کالو په عمر کې یې دې پيشې ته مخه وکړه ، په ډېر کم عمر کې ځکه یو د پوخ عمر سړي ته واده شوه چې دا ډول یې د کورنۍ راتلونکی جوړ شي. خو د واده نه پس خاوند د سندرو ویلو نه منع کړه چې دوه کاله وروسته دغه جوړه بیله شوه.

لیکواله چې د غزاله جاوید د سندرو یو محفل ته تللې وه ، وایي چې اووه هفتې وروسته هغه ووژل شوه. د لیکوالې په خبره د هغې د مرګ تر شا اصل وجه که څه هم وي ، په هاغه یو صنعت کې نوې ښکار شوې فنکاره ده، چیرته چې فن کول ژوند یا مرګ وي.

لیکواله د سوات د بڼ سیمې د یوې وړې دیارلس کلنې جینۍ وحیده ذکر کوي چې که څه هم هغه سکول ته ځي خو د سکول نه پس هغه د سي ډي ګانو په موسیقۍ د یو څو کسانو مخکې ګډا کوي.

لیکواله لیکي د سیمې تاریخ ته که وکتل شي، نو دغلته به پخوا ښځو په میلو او اخترونو کې ګډا کوله، چې د لرې لرې نه به ورله خلک تماشو ته ورتلل. خو اوس داسې نه ده.
لیکواله زیاتوي، یو خوا ته دوی ته د مذهبي سخت دریځو لخوا ګواښونه دي چې یو مثال یې د شبانې دی چې درې کاله مخکې طالبانو په سوات کې وژلې وه.

بل خوا هاغه پوهاند چې غواړي دغه سیمه کې دې واپس پخواني روایات ژوندي شي، وایي چې دغه کار اوس د فحاشۍ شکل خپل کړی. لیکواله د کارپوه خادم حسین د خولې لیکي پکار ده د فحاشۍ او د هنري اظهار تر مینځ یوه کرښه راکښل شي.

طاهره یعقوب د بڼ د هاغه کوڅې ذکر کوي، چې پکې د هنرمندانو ډیرې کورنۍ ژوند کوي. د دې سیمې نه جینکۍ په ودونو او داسې نورو محفلونو کې د ګډا لپاره په پیسو بوتللې شي. چې زیاتره پکې د دوه لاکو پورې هره میاشت ګټي.

لیکواله د وحیده د مشرې خور مسکان چې هغه هم ګډا کوي ، د خولی لیکي چې په خوښه دا کار نه کوي، خو کول یې مجبوري ده ځکه چې د ټولې کورنۍ د ساتنې بار د هغې په اوږو دی.

لیکواله لیکي د سوات د والي په وخت کې، یوې خوا ته هغه سیمې ته ډېره ترقي ورکړه ، سړکونه یی جوړ کړل او د پرمختګ کارونه یی پیل کړل ، نو بلې خوا ته یې هنر ته هم وده ورکړه،او هغوی ته یې په قانوني حیثیت تحفظ ورکړ. خو چې کله د والي دور ختم شو نو نوې انتظامیه د ځایی قبیلو تر مینځ شخړو په حل کولو کې پاتی راغله.
لیکواله لیکي، په دغه موقعه د دیر یو ملا صوفي محمد مخ ته راغلو او خپله یوه وسله واله ډله یې جوړه کړه. لیکواله د مشال ریډیو همکار شاهین بونیري د خولې زیاتوي په هاغه وخت کې ځایي خلکو د خپلو ستنونزو د هوارولو لپاره د مولانا صوفي محمد ملاتړ ضروري و ګڼل . هم دغه وخت و چې په سوات کې د طالبانو جرړې خورې شوې.

بیا د صوفی محمد زوم مولانا فضل الله هدف هم هنرمندان وو. چې د سي ډي ګانو دوکانونه هم تباه کیدل پیل شول. په داسې حال کې چې د دې پيشې ډېرو خلکو لویو ښارونو ته کډې وکړلې خو ډېر داسې هم وو چې د تللو نه انکاري وو او بیا یې هم خپل کار ته دوام ورکړ،چې شبانه او افسانه یې دوه مثالونه دي چې طالبانو ووژلې.

د شاهین بونیري په خبره ځایي دودونه او ترهه ګري دواړه په سیمه کې د فن د تباهۍ لپاره ذمه واره دي .

لیکواله لیکي، خادم حسین چې په پاکستان کې څوارلس تعلیمي ادارې چلوي، دې ته هم پکې توجه ورکوي چې خپل کولتور او روایات څنګه ژوندي وساتي. دی وایي که نوی کول د نوي او پخواني فن په امتزاج پوهه نه کړل شي نو کیدای شي زموږ ولسي او کولتوري ژوند ته نقصان ورسي.
XS
SM
MD
LG