د لاسرسي ځای

تازه خبر

باړه کې په یو کور توغندي لګیدلي، ۹ کسان مړه ۵ ژوبل



د خیبر ایجنسۍ په باړه قمبر اباد سیمه کې په کورونو د هوان توغندي لګیدلي چې په کې د يوې کورانۍ نهه غړي وژل شوي او پنځه نور ژوبل دي.


راپورونه وايي،توغندي د عبدالکریم نومی تن په کورنۍ راپریوتي دي ،نوموړي مشال ريډيو ته وېلي چې د کورنۍ شپږ کسان یې ځای پر ځای وژل شوي او دريو نورو په روغتون کې سا ورکړې ده .

ژوبل کسان ددرملنې لپاره د پیښور روغتونونو ته رسول شوي دي. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي توغندي د امنیتی سرتیرو له خوا توغول شوي دي.

خو بل پلو د پوځ د اطلاعاتو اداره ، دا تورونه ردوي او وايي، د دې تر شا د وسله والو لاس دی . خو وسله والو هم له دې نه انکار کړی چې ګواکې توغندي دوی ورولي دي.

یاده دې وی چې د خیبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې له تیرې څه مودې راهیسې د وسله والو پرضد پوځي عملیات روان دي ،او وخت نا وخته پکې دا ډول پيښې رامنځ ته کيږي چې ولسی وګړو ته په کې هم مرګ ژوبله اوړي.
XS
SM
MD
LG