د لاسرسي ځای

تازه خبر

سختدریځۍ له کالاشیانو دودونه پاتې کړې دي


غلام غوث

چترال - د پاکستان په شمال کې، له افغان پولې سره نېږدې د کالاش (کیلاش او کافرستان هم بلل کېږي) سیمه پرته ده چې ټوله ابادي یې څلور زره ده او هلته دا کالاشي لږکیان اوسي.


په دې سیمه کې له تېر یوه کال راهیسې روانې نا امنۍ پر کالاشیانو اغېز لرلی دی او د سیمې اوسېدونکي وايي، دوی د خپلو خوشالیو لمانځلو پر مهال د وېرې ښکار وي. د سیمې اوسېدونکي وايي، ورځې مخکې یې خپل یو مړی پرته له دودیزو مراسمو خاورو ته سپارلی دی.

د کالاش د ولس او د بمبورېت سیمې تاڼې (د پولیسو مرکز) پولیسو په وینا، له کوچني اختر درې ورځې مخکې د بمبورېت د کراکال کلي یو شپون عباد الدین نا مالومه وسله والو وتښتاوه او بیا د اختر په شپه یې مړی وموندل شو.

نوموړی هغه مهال تښتول شوی وو چې رمه یې پیوله.

د سیمې اوسېدونکي وايي، عباد الدین په ډېره بې رحمۍ وژل شوی وو او بیا کالاشیانو پرته له وروستیو مراسمو ښخ کړ.

په دې لړ کې د چترال یوه خبریال ګل حماد فاروقي مشال راډیو ته وویل، په کالاش کې چې کله یو سړی مړ شي نو د هغه د مړي له پاره درې ورځني مراسم نیول کېږي. د ده په خبره، د دې مراسمو پر وخت خلک د مړي ګرد چاپېره دودیزه نڅا او ډزې کوي.

فاروقي وايي، چې کله ښځه مړه شي نو بیا یې وروستي مراسم یو ورځني وي.

د ده په خبره، دا لومړی ځل دی چې پرته له مراسمو یو مړی خاورې وسپارل شو. فاروقي زیاتوي، د کالاش خلکو مراسم د زښتې وېرې له کبله نه دي تر سره کړي.

د کالاش یوه اوسېدونکي، نور شهیدین مشال راډیو ته وویل، دوی د تحفظ نشتوالي له احساسه تېرېږي او دا چې دوی نشي کولای د پخوا په څېر خپلې خوشالۍ او دودونه وپالي.

ده وویل، هر کس په دې وېره کې دی چې څه بده پېښه ونشي، خو بیا هم پوره هڅه کوي چې دودونه وپالي، خو د شپون عباد الدین وژنې دوی ته اندېښنې پیدا کړې دي.

د چترال انتظامي مشر (ډي سي او) رحمت الله وزیر سره پر بیا بیا اړیکي کولو سر بېره مشال راډیو و نه توانېده چې له هغه د کالاشیانو د امنیت په اړه مالومات تر لاسه کړو.

البته د بمبورېت تاڼې مشر سعید الله وايي، هغه سیمې چې کالاشیان په کې اوسي، هلته دوی امنیت ټینګ ساتلی دی.

دی وايي، دوی نشي کولای د کالاش تر لرې پرتو ځنګلونو ځان ورسوي او له هغې سیمې د پاکستان و افغانستان پوله هم لرې ده.

سعید الله وویل، پوله له دوی شپېته کیلومیټره لرې ده او هلته دوی نشي تللای. د ده په خبره، دوی پر پوله دنده نه لري، خو که چارواکي ورته ووايي، نو هلته هم خپله دنده تر سره کولای شي.
د یادونې وړ ده چې موده مخکې مدني ټولنې له پاکستاني حکومت او نړیوالو ادارو غوښتنه کړې وه چې د چترال کالاش سیمه دې نړیوال لرغونی میراث وګرځول شي چې له هر ډوله ګواښه د دې سیمې د کلتور ساتنه وکړل شي.
XS
SM
MD
LG