د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستان بله لار نه لري، باید اورپکي ختم کړي'


اسرار عالم مومند

پراګ - پاکستان ويلي دي په قبايلي سيمو کې د امريکا لخوا د ډرون بريدونو پرضد د انصاف نړيوال عدالت ته د تلو پرځای پر داسې تګلاره غور کوي چې د دواړو هېوادونو لپاره د منلو وړ وي.


دا تګلاره څه کېدای شي چې د پاکستان او امريکې دواړو لپاره د منلو وړ وي؟

د باور زیاتوالی اړین دی


د دې پوښتې په ځواب کې د پاکستان د پوځ پخواني جنرال طلعت مسعود مشال راډيو ته وویل:

(( زما په خيال دا کوشش کېږي چې ډرون الوتکې پاکستان ته ورکړل شي خو دا ممکنه نه ده ، خو دا ممکن خبره ده چې دواړه هېوادونه د اسخباراتي مالوماتو په شريکولو کې له يو بل سره همکاري وکړي خو د دې له پاره ضروري ده چې دواړه هېوادونه پر يو بل اعتماد زيات کړي.))

خاوره باید له اورپکو پاکه شي


خو په پېښور کې د دفاعي چارو کارپوه او د پوځ پخوانی برېګېډيير سعد محمد خان وايي، د امريکا لخوا په قبايلي سيمو کې د ډرون حملو ودرولو يوازینی حل دا دی چې پاکستان خپله خاوره له اورپکو پاکه کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياند معظم علي خان ویلي چې د پاکستان په قبايلي سيمو کې چې ډرون بريدونه کېږي نو په هغې کې د دوی رول نه شته او امريکا يي په خپله خوښه دا حملې کوي.


پاکستان د انصاف نړیوال عدالت ته نشي تللای


که چېرې پاکستان وايي چې په قبايلي سيمو کې د امريکايي جاسوسي الوتکو له خوا بريدونه د دوی په مرضۍ نه کېږي نو بيا د پاکستان څه مجبوريانې کېدای شي چې دا مسله د انصاف نړيوال عدالت ته نه وړي د دې پوښتنې په ځواب کې په اسلام اباد کې د دفاعي چارو کارپو حسن عسکري وايي:

((ډرون حملې په هغو سيمو کې کېږي چې د پاکستان موثره کنټرول په کې نشته او وسله والو طالبانو او نورو اورپکو ډلو ورباندې قبضه کړی او که په داسې صورت کې پاکستان ملګرو ملتونو او د انصاف نړيوال عدالت ته لاړ هم شي نو کاميابي به ورته تر لاسه نه شي ځکه چې غربي نړۍ له پاکستانه غوښتنه کوي چې خپلې قبايلي سيمې دې له اورپکو پاکې کړي او هلته خپله عملداري يقيني کړي نو ډرون بريدونه به په خپله ودرېږي.))

که څه هم د پاکستان حکومت او ولس په بیا بیا امريکا ته احتجاج کوي چې په قبايلي سيمو کې دې ډرون بريدونه ودروي خو کارپوه برېګډېر سعد وايي، دغه د مسلې حل نه دی او يوازینۍ لار دا ده چې پاکستان خپله زمکه له اورپکو پاکه کړي.

د ده په خبره، په دې توګه به له امریکا سره هیڅ جواز یا دلیل نه وي چې د پاکستان پر قبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو حملې وکړي.
XS
SM
MD
LG