د لاسرسي ځای

تازه خبر

راجا پرویز اشرف سویس حکومت ته لیک نه استوي


د پاکستان د ولس مشر اصف علي زرداري په مشرۍ کې په تر سره شوې غونډه کې ویل شوي چې وزیر اعظم د سویزر لینډ چارواکو ته لیک نه شي لیږلی.

په دغه مهمه غونډه کې چې پرون ترسره شوه د پیپلز ګوند مهمو غړو ، د قانون وزیر او لوی څارنوال عرفان خاور هم ګډون درلودلو .

د مشال د خبریال د راپور له مخې د پاکستان لوی څارنوال غونډې ته د وینا پرمهال ویلي که د ولس مشر اصف علي زرداري پر ضد د سویس حکومت ته لیک لیږل ضروري وي نو دا کار دې ستره محکمه پخپله وکړي، ځکه د ايين له مخې وزیر اعظم د ولس مشر پرضد لیک نه شي لیږلی.

بل پلو د پاکستان سترې محکمې ددې هیواد د وزیر اعظم راجه پرویز اشرف نه د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه غوښتنه کړې ده څو عدالت ته حاضر شي، خو په پرونۍ غونډه کې دا هم ویل شوي چې عدالت ته د وزیر اعظم د حاضریدو یا نه حاضریدو په اړه به پریکړه د اتحادي ګوندونو سره په شریکه کولی شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG