د لاسرسي ځای

په ننګرهار کې هم د طالبانو په ضد ولسي پاڅون پيل شو





بازمحمد عابد. جلال اباد

د ننګرهار چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې ولسی خلکو د وسله والو طالبانو په ضد پاڅون کړی اود دولتو ځواکونو سره په ګډه يې ګڼ شمير کلي له وسله والو مخالفينو څخه پاک کړې دي.

په ختيځ کې د دوه سوه يو سيلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي مشال راډيو ته وويل چې وسله والو طالبانو غوښتل چې په ولسوالۍ بريد تر سره کړي چې ګډو امنيتي ځواکونو د ولسي پاڅون په مرسته پرې وار د مخه کړو او شپږ کلي يې له مخالفينو څخه پاک کړل.

« پرون موږ داسې اطلاعات تر لاسه کړل چې وسله وال مخالفين د حصارک په ولسوالۍ د بريد تياری نيولی. ګډو امنيتي ځواکونو د ولسي پاڅون په مرسته په دې وتوانيدل چې شپږ کلي له وسله والو مخالفينو څخه پاک کړي. زموږ عمليات نن هم ادامه لري، په دې عملياتو کې نه ولسي خلکو ته او نه هم امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي.»

د حصارک ولسوال عبدالخالق معروف مشال راډيو ته وويل چې دغه چاڼيز عمليات يې د ولس په غوښتنه تيره ورځ پيل کړي چې نن د جمعې په ورځ به هم دوام ولري.

« د اوه اته کليو خلک سره کيناستل او ملي پاڅون يې وکړو. له دولت سره په ګډه يې له ګڼ شمير سيمو څخه وسله وال طالبان وايستل او ولس پريکړه وکړه چې که وسله والو طالبانو د چا په کور کې ډوډۍ هم وخوړله، نو ۵۰۰۰۰ زره افغانۍ او يو غوايي به ترينه ناغه اخيستل کيږي او کور ته به يې اور اچول کيږي.دا هر څه چې تر سره کيږي، دا د ولس غوښتنه ده او ولس د وسله والو طالبانو له لاسه دوه سپږمو ته راغلی دی. اوس موږ د ولس په مرسته په دې توانيدلې يو چې د حصارک ولسوالۍ په سلو کې اتيا د مخالفينو له ولقې څخه پاکه کړو.»

بلخوا د سيمې خلک وايي چې د تيرو څو مياشتو راهيسې وزيرستاني طالبان حصارک ولسوالۍ ته رادننه شوي چې په دوه قومي مشرانو سربيره يې يو تن د ملي اردو سرتيری هم وژلي وو.

ياده دې وي چې د وسله والو طالبانو په ضد پاڅون په لومړی په غزني ولايت کې پيل شو، بيا په يو شمير نور سيمو کې او اوس په ننګرهار کې هم دې لړۍ دوام پيدا کړ.

XS
SM
MD
LG