د لاسرسي ځای


غلام غوث مشال راډيو

د پاکستان په باجوړ ايجنسۍ کې د افغانستان پولي ته څېرمه د سلارزو تحصيل ځېنې کلي له بیګا شپې راهیسې وسلوالو طالبانو محاصره کړي دي. راپورونه وايي چې له سیمې ګڼې کورنۍ په وتو دي. او امنیتي ځواکونه هم ورته استول شوي دي.

راپورونه وايي، چې په دې پيښه کې پنځه تنه ځایي وګړي ژوبل دي. خو د ځايي روغتون سرچینې وايي، چې دوی ته تر اوسه یو تن ټپي راوړل شوی دی.

د باجوړ قبايلي سيمي پوليټيکل انتظامیې هم پيښه تایيد کړيده خو له مشال ريډيو سره په خبرو کې د پوليټيکل انتظامیې چارواکو له تفصيلاتو ورکولو ډده وکړه.

تحريک طالبان پاکستان ملاکنډ ډويژن ددې کلیو د محاصره کولو ذمه واري قبوله کړيده. او په ملاکنډ ډويژن کې د مولانا فضل الله وسلوالې ډلې وياند سيراج الدين له نامعلومه ځایه پر ټيليفون له مشال ريډیو سره په خبرو وویل چې د سلارزو تحصيل په يو شمير کلیو کې دا بريدونه هغوی تنظيم کړي دي او یو شمير کلي یې په قبضه کې دي.


د سلارزو تحصيل يو شمير کلیوالو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې وسله والو طالبانو امدت او بټوار سیمې محاصره کړي دي. یوه سیمه یز مشر ملک حسین وویل، د سالارزو تحصیل بره برخه وسله والو طالبانو نیولې ده او د سالارزو لر سر کې پوځیان او خاصه دار ناست دي. دده په خبره ځايي خلک د وسله والو په ولکه کې دي. خلک له سیمې په وتو دي.


ملک حسين خان له مشال راډيو راډيو سره په خبرو کې وویل چې د بیګا شپه شاوخوا لس بجې برید ترسره شوی دی، پوځ هم تیاری نیولی دی خو دده به خبره نه پوهېږي چې پوځ او طالبان ولې په دومره لنډه فاصله یو بل ته پراته دي. پوځيان پر طالبانو ډزې کوي خو هغوی یې نه ورباندې کوي.

XS
SM
MD
LG