د لاسرسي ځای

تازه خبر

مذهبي مدرسې او عصري ژوند




پامیر ساحل - مشال راډيو

پراګ:- په خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ډېرې مدرسې دي چې ترې هر کال په لسګونه زره زده کوونکي فارغېږي. دې فارغو شویو کسانو یوازې دیني تعلیم تر لاسه کړی وي نو اکثر بیا د پوهانو په وینا، په ټولنه کې د دوی ور ځای کېدل او کار پیدا کول ستونزمن تمامېږي. دا څنګه کېدای شي چې له مدرسو فارغ شوي محصلین په ټولنه کې ورګډ کړل شي او په ټولنه کې پیدا شوی درز ورک کړل شي؟

د خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمو له مدرسو فارغ شوي کسان اکثر په ډېره محدوده توګه، د دې سیمو په حکومتي ادارو کې کار تر لاسه کوي. په دې توګه دا کسان خپل ژوند زیاتره د عامې ټولنې له ژوند ژواکه بېل تېروي.

په اکوړه کې د حقانيه مدرسې استاد مولانا یوسف شاه ددې پوښتنې په ځواب کې ه چې له مدرسو فارغ شوي کسان ولې په ټولنه کې نشي جذبېدای؟ وویل، دوی په ټولنه کې وېش نه غواړي او دا تاثر هم ناسم دی چې ګني د مدرسو فارغ التحصیل کسان کارونه نشي پیدا کولای:

((موږ نظام تقسیمول نه غواړو او موږه له معاشرې سره چلېدل غواړو او تاسو ګورۍ چې په سیاسي میدان کې هم زموږ علما موجود دي، همدا زموږ د مدرسې کسان، [د پارلېمان غړي] دي. دا رنګه په هره طبقه کې موږ تقسیم کول نه غواړو، که په کالجونو کې وي، که په یونيورسټیو کې وي څومره چې د اسلامیات او عربۍ [استادان] دي، نو هغه ټول د دې مدرسو، زموږ د مدرسې، د نورو مدرسو فضلا دي. دوی یقیناً له هغوی سره یو ځای چلېږي، او یو ځای موږ چلېدل غواړو.))

بل پلو د پېښور پوهنتون رییس او د دیني چارو استاد ډاکتر قبله ایاز دا خبره نه مني چې ګواکې له مدرسو فارغ شوي کسان له ټولنې سره تګ غواړي.

دی وايي، د دې کسانو کړه وړه او فکر بل ډول وي:

((تاسو وګورۍ د دوی د جامو انداز، د دوی د سوچ انداز، د دوی د بود و باش انداز، دا بالکل مختلف دی او د دوی فکري منهج هم بالکل مختلف وي. دوی دا زموږ په ملک کې چې کوم نظام روان دی د دې خلاف ذهني میلان [رجحان] د یو [غبرګون پر اساس ولاړ وي.] نو د رد عمل یا عکس العمل نفسیات ښکاره خبره ده چې د ترهګرۍ پلو ته ځي.))

پوهاند ډاکتر قبله ایاز وايي، دا د دولت ذمه واري ده چې داسې یو نظام جوړ کړي چې له مدرسو فارغو شویو زده کوونکیو ته په نورو پوهنتونونو کې د زده کړو موقعې ورکړل شي.

دا خبره مو د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر او سینېټر افراسیاب خټک ته وکړه. دی وايي، خپه دی چې تر اوسه داسې کار نه دی شوی.

ده وویل په دې ترڅ کې د باور کمی ډېر زیات دی او دا چې د مدرسو مشران له تعلیمه زیات په سیاست کې دلچسپي ښکاره کوي:

((متاسفانه، له بدقسمتۍ سره هغه کار دلته لا نه دی شوی. د هغې وجه دا ده چې دلته [تر اوسه] خلک یو بل ته د شک په نظر ګوري. چې [کله] حکومت وايي، په مدرسو کې اصلاحات په کار دي نو دوی دا فکر کوي چې ګني د مدرسو خلاف سازش دی. حقیقت دا دی چې مدرسې خو دلته له پخوا راهیسې دي. په اوس حالاتو کې، له بده مرغه، هغه کسان چې مدرسې چلوي هغوی په مدرسه کې له تعلیمه زیاته په سیاست کې دلچسپي لري. او یو قسم ته هغه ماشومان چې سبق ورباندې وايي، هغوی غواړي خپلو [ګوندونو له پاره یې وروزي.] او په خپلو [ګوندونو] کې یې برتي کړي.))

په پېښور کې د ټولنیزو چارو کار پوه او باچا خان ایجوکېشن فاونډېشن مشر ډاکتر خادم حسین یو بېل فکر لري. دی وايي، له مدرسو فارغ شوي کسان په هغه صورت کې په ټولنه کې ور ځای کېدای شي چې دوی تر دولسم ټولګي هغه مضامین ولولي چې عامو ښوونځیو کې لوستل کېږي:

((څنګه چې په ټوله دنیا کې رواج دی او څنګه چې دلته هم کېدای شي، تر دولسمه پورې دې نصاب یو وي، که هغه د سکولونو، کالجونو او عصري علومو دی او که د مذهبي علومو دی. څنګه چې په نوره دنیا کې تر هغې وروسته تخصیص کېږي، نو تخصیص که څوک په طب کې کوي، انجینرۍ کې یې کوي او که په دیني علومو کې یې کوي، نو تر دولسم وروسته باید دا مدرسې په کار راوستای شي. له دې مدرسو په ډېره اسانه د اعلا ثانوي زده کړو ښوونځي (هایر سیکنډري سکولز) جوړېدای شي. نو که دا خبره د مدني ټولنو په ذریعه، د حکومت په مرسته د یوې مکالمې خوا ته لاړه شي، او هغه مکالمه خپله هغه وي، د دې خاورې وي، نو زما خیال دا دی چې دا کامیابېدای شي.))

ډاکتر خادم حسین پوهاند قبله ایاز سره همنظره دی او وايي، د مدرسو زده کوونکي له یوه داسې فکر سره اشنا کېږي چې بیا دوی د تمدن ضد وي او په ډېره اسانۍ وسله را اخلي او د تهذیب پر ضد جنګېږي.

XS
SM
MD
LG