د لاسرسي ځای

تازه خبر

غزني برید: د طالب ضد پاڅون قومندان ژوبل




غزنی

چارواکي د غزني پخوانی والي فيضان الله فيضان نن په دغه ولايت کې له دوو ځانمرګيو بريد کوونکيو سره په نښته کې ژوبل شوی خو وايي ځانمرګي یې ژوندي نيولي دي.

چارواکي وايي د غزني پخوانی والي او دا مهال د په غزني کې د طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون قومندان فيضان الله فيضان نن له دوو ځانمرګيو بريدونو سره په مخامخ نښته کې ټپي شوی خو روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.

د چارواکيو په خبره د لومړنيو مالوماتو په اساس دواړه ځانمرګي بريد کوونکي په فيضان پسې له جلال اباده راغلي او د غزني ښار په پښتون اباد سيمه کې يې د فيضان په موټر ډزې کړې دي.

د غزني مرستيال والي محمد علي احمدي وايي چې له ځانمرګيو سره په نښته کې فيضان په لاس او پښه لګېدلی او اوس يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

دي وايي د پېښې په ځای کې د ملي اردو سرتېرو دواړه ځانمرګي بريد کوونکي چې واسکټونه يې هم اغوستي وو ژوندي نيولي دي .

(( په غزني ښار کې د کابل کندهار پر لويه لاره يوه وسله واله ډله چې دوه تنه ځانمرګي هم پکې وو او له جلال اباده څخه راغلې وه د فيضان په موټر يې وسله وال بريد کړی دی چې وروسته د پېښې ځای ته څېرمه د ملي اردو ولاړو سرتېرو ورسره نښته کړې ده. په دغه نښته :کې فيضان په لاس او پښه لګېدلی خو روغتيايې حالت يې د ډاډ وړ دی. په دې سربېره د ملي اردو سرتېرو دواړه ځانمرګي ژوندي نيولي دي چې ګمان کېږي يو يې پاکستانی دی. ))

وسله والو طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده. د غزني د پاڅون یو مشر جبار شلګیري هم ددغه برید پخلی کړی دی.

وړمه ورځ هم وسله والو طالبانو په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په جنګياليو بريد کړي وو چې په پايله کې يې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي وو.

سید شاه سقیم

XS
SM
MD
LG