د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال آباد سینما نه لري، فلمونه په خېمو کې کتل کېږي


په جلال آباد کې فلمونه په خېمو کې ښودل کېږي
په جلال آباد کې فلمونه په خېمو کې ښودل کېږي



بازمحمد عابد- جلال اباد

سږکال هم د تيرو کلونو په څير د جلال اباد ښار په سراج العمارت باغ کې د نورو تفريحي بوختياوو تر څنګ څو ځايه تر خيمو لاندې سيارې سينيماګانې راوړل شوې وې، او د کوچني اختر په وياړ يې نوي جوړ شوي پښتو فلمونه نندارې ته وړاندې کول.

په دې فلمونو کې يو هم د «ننګرهاري او پيښوري» په نوم و چې د پيښور او ننګرهار فلمي لوبغاړو په ګډه سره جوړ کړی و.

دغه فلم چې د تيرو دريو ورځو راهيسې نندارې ته وړاندې شوی او هره ورځ پنځه ځله ښودل کيږي، نندارچيان يې له ليدو څخه خوښ وو.

د ستوري وفا په نوم يو تن ځوان وايي چې پيدايش يې په پيښور کې شوی او ډير عمر يې هملته تير کړی چې د فلم په ليدو يې تير يادونه ور په زړه کړل. دی وړاندې وايي چې ددې پښتو له ليدو وروسته سړی په دې پوهيږي چې ننګرهاری او پيښوری يو دی.

د ايمل په نوم يو بل تن هم وايي چې دا فلم خلکو ته دا زيری ورکوي، چې لرو بر پښتون يو دی، يو کور دی او يو يې درد دی، په دې فلم کې له پښتنو څخه په هنري ډول غوښتل شوي چې لاسونه سره يو کړي او خپل ولس له دې بدبختيو څخه راوباسی.

د فلم کيسه ليکونکی حافظ ساحل دی، دی وايي:

د دې فلم په ليکلو په نړۍ کې ميشتو پښتنو ته پيغام ورکوی چې ځانونه وپيژني او په لره بره پښتونخوا کې پښتانه له بدبخيتو راوباسي.

« دا فلم مې یواځې د ننګرهار او پيښور پښتنو ته نه دی لیکلی، بلکې په نړۍ کې ميشتو پښتنو ته مې په کې دا پيغام ورکړی چې لاسونه سره يو کړو او په لر او بره پښتونخوا کې ميشت ولس له بدبختيو څخه راوباسو.»

د فلم يو تن مرکزي لوبغاړی جانولي خوښ و چې فلم يې تر نورو هغو ډير کتونکی لري.

« ستونزې شته، ځکه چې ډيره زياته ګرمي ده، او د ګرمۍ له وجې د فلم کتونکو خپل کميسونه ايستلي، او په خولو کې ډوب دي خو د فلم کتو ته ناست دي، چې دا زما لپاره د ډيرې خوښۍ ځای دی.»


په دې فلم کې په افغان فلمي لوبغاړي جانولی سربيره، جهانګير خان، محمد حسين سواتي او په ښځينه لوبغاړو کې کرن مرکزي رولونه لوبولي دي.

د فلم ډاريکټر، ظاهرخان ارماني دی، پرډيو سر يې بريالی دی، چې د درې لکو افغانيو په لګښت يې ننګرهاری او پيښوری فلم جوړ کړی دی. د فلم پروډيوسر وايي چې په تيرو دريو ورځو کې يې خپلې پیسې تر لاسه کړې او اوس په ګټه کې روان دی.

ياده دې وي چې په جلال اباد ښار کې د کورنيو جنګونو له مخې يوه شخصي او يوه دولتي سينيما وه چې د جنګ لمبو وخوړله، چې تر اوسه يې په جوړيدو نه دولت غور کړی او نه هم ولسي وګړو له دولته د سينيما جوړيدو غوښتنه کړې ده. ځکه خو د تيرو څو کلونو راهيسې په اخترونو او ځانګړو ملي مناسبتونو کې تامبوګانو لاندې خلک فلمونه ګوري.

XS
SM
MD
LG