د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا باید له پاکستان سره اړیکي وشلوي. حقاني


په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني
په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني


انیسه اجمل مشال راډيو

پراګ:- په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، امریکا او پاکستان ته له یو بل سره اړیکې ختمول پکار دي او د پاکستان پوځ ته تر ولسي حکومت لاندې د راتلو ضرورت دی. ځکه چې په پنځه شپیته کالونو کې څوک د يوځای کیدو لاره پیدا نه کړي او درې ځله جدا او څلور واري يوځای شي نو بیا د تعلقاتو پریښودلو ضروري دي.

حسین حقاني دا خبرې په واشنګټن کې د سنټر فار دي نیشنل انټرسټ په یوه دستوره کې کړي.

دا چې ایا پاکستان او امریکا ته په رښتیا خپلې اړیکې پرېکول په کار دي که نه؟ په دې اړه د بهرنیو چارو کار پوه ډاکټر همایون خان مشال راډيو ته وايي ،( تر څو چې د دواړو هیوادونو د اړیکو خبره ده نو پاکستان له امریکا سره خپلې اړیکې نه شي خرابولای ځکه چې پاکستان د امریکا بغیر ګزاره نه شي کولای. له تاریخي پلوه خو دا خبره رښتیا ده چې د پاکستان او امریکا په اړیکو کې تاوتریخوالي راغلي دي ، خو زما په فکر تعلقات پریښودل خو غلطه خبره ده . )


بلخوا له مشال راډيو سره په خبرو کې په امریکا کې د پاکستان پخوانۍ سفیرې او سیاستوالې سیده عابده حسین وویل، (د دوو هیوادونوتر مینځ باهمي تعلقاتو ته کتل په کار وي چې هغه څومره کامیابه پاته شوي دي او چې خبره د پاکستان او امریکا د اړیکو راشي نو دې دواړو هیوادونو ته خپلې اړیکې برقرار ساتل په کار دي. په دې پنځه شپته کالونو کې پاکستان ته د امریکا ضرورت راغلی او امریکا ته د پاکستان ، که څه هم دا اړیکې ښه هم پاته شوي دي او خراب هم، خو د دې هر څه باوجود بیا هم تعلقات پر ځای وو او زما په خیال په راتلونکې کې به هم دا اړیکې جوړي وي او جوړي پکار هم دي، ځکه چې پاکستان ته د امریکا ضرورت دی او امریکا ته د پاکستان.)

د حسین حقاني دا بیان په داسي وخت کې مخې ته راغلي چې پاکستان له نزدو اوو میاشتو پس په تیره جولايي میاشت د ناټو لپاره د رسد لارې پرانستلې. که څه هم د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر له دورې وروسته داسې رپوټونه راغلي وو چې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې په سمېدو دي خو ځینې څېړونکي ګمان کوي چې اوس هم د پاکستان او امریکا ترمنځ په تعلقاتو کې لوی خنډونه شته چې په کې په شمالي وزیرستان کې د حقاني شبکې پر ضد پوځي عملیات او ډرون بریدونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG