د لاسرسي ځای

په بې غیرتۍ د غیرت ساتنه


د افغانستان په پروان کې وسله وال یو ښځه په دې نامه ووژله چې د دوی په ادعا بدلمني یې کړې

د افغانستان په پروان کې وسله وال یو ښځه په دې نامه ووژله چې د دوی په ادعا بدلمني یې کړې



فارن پالیسي مجلې په برتانییا کې میشت د هغه مور او پلار کیسه لیکلې چې خپله اوولس کلنه لور يې په دې ووژله چې هغې د خپلې مرضۍ ژوند تیرول غوښتل،او هم دغسي په حیدر اباد کې یو وکیل خپله دوه ویشت کلنه خور په دې وجه په ټوپک وویشته چې هغې د خپلې خوښې واده کړی وو.

لیکوال رابیل بېګ لیکي ، دا کارونه هغه خلک کوي چې خپل ځانونه له پیړو راهسي د زړو روایاتونو علمبردار بولي.

فارن پالیسي لیکي، دا نه ده معلومه چې ولي د کورنۍ نور غړي د داسې قسمه کارونو مرسته کوي، خو دا یو حقیقت دی چې د کورنۍ د نورو غړو لخوا چوپه خوله پاته کیدل دغه کار د یو قانوني جرم په ځای کورنۍ معامله ګرځولې ده ،او دغسې د ښځو پر ضد تاوتریخ والي ته په کورنۍ کې یو جایز مقام ورکړل شوی دی.

لیکوال لیکي، په انساني تاریخ کې د غیرت او د هغې د تحفظ فکر په هغو ټولنو کې په پراخه توګه څرګندېږي، چې سړي په کې برلاسي وو. دا فکر په لرغوني روم ، ۱۲۰۰ کاله تر مېلاد وړاندې د بابل باچا همورابي په عرب قبیلو کې، تر انقلاب مخکې چین او په ګڼو نورو ټولنو او تاریخي دورو کې تر هر یوه لوی مذهب وړاندې په وجود کې راغلی.


او دا کړنې په موجوده وخت کې په مختلفو کلتورونو او مذهبونو او په خاصه توګه په جنوبي ایشیا او په پاکستان کې په چټکۍ سره خورېږي.

فارن پالیسي لیکي د سړو برعکس ، د دغو ټولنو په فکر ،د ښځې پت چې یو ځل ختم شي نو د تل لپاره ولاړ شي نه بیا ډېرېدای شي او نه بیرته راتلای شي . او بده خبره خو دا ده چې کله د یوې ښځې ناموس ختم شي نو د هغي د رور ، پلار ، ترونو او ماماګانو عزت هم ختم شي او بیا صرف د تشدد په ذریعه واپس راتلای شي.


د ښځو د حقونو په اړه د پاکستان قامي اداره هیومن رايټس کمیشن په خپل یو تازه کلني رپورټ کې ویلي ،هر کال تر یو زر زیاتې ښځې او جینکۍ د غیرت په نامه وژل کیږي.

فارن پالیسي لیکي، عورت فاونډیشن هم په سږني رپورټ کی ویلي ، په دوه زره یولسم کال کې په پاکستان کې تر دوو زرو زیاتې ښځې د غیرت په نامه وژل شوي چې له دوزره لسم کال نه يې شمیره یوویشت فيصده زیاته شوې ده.

لیکوال رابیل بېګ لیکي په پاکستان کې د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو لپاره هڅې هم شوي دي ، په دوه زره شپږم کال کې د غیرت په نامه د وژنو پر ضد یو بل پاس کړل شو او بیا په دوه زره یولسم کال کې په ښځو د تیزاب شیندلو او د جنسي حراست په اړه بلونه منظور کړل شوي .

خو د پاکستان د سیاست موجوده فضا داسې ده چې د ولسي حکومت او د پوځ تر مینځ او د ازاد خیالو او د مذهبي عناصرو ترمینځ هم یو جګړه روانه ده.

فارن پالیسي لیکي په داسي د نفرتونو په ماحول کې چې زیات چاته زیان رسي نو هغه ښځي دي چې د غیرت په نوم وژل کیږي.

لیکوال رابیل بېګ په اخره کې لیکي ، د غیرت په نامه وژنې یوه لویه مسله ده ، او دا صرف د ښځو، مذهب او کلتور مسله نه ده.

ژباړه:- انیسه اجمل

XS
SM
MD
LG