د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د ټویټر ستوري اکاونټ بند ملګري پرېشانه


tweeter
tweeter



نيويارک ټايمز ليکي، د ټولنيزې اېنټرنيټي شبکې (ټویټر) کارونکي د پاکستان د يو تن، چې د ميجرلي پروفاونډ په نوم يې اکاونټ لرلو، او چا به چې اکثره وخت د دې هېواد په حکومتي پالېسيو سخت انتقادونه کول، له يادې شبکې څخه د نوموړي په ناڅاپي توګه غايبېدو اندېښمن کړي دي .

د ټویټر څه د پاسه ۱۰۰۰۰ کاروونکو به د ميجرلي پروفاونډ ليکنې تعقيبولې ، چې په دوئ کې زياترو يې د پاکستان او هند له مطبوعاتي ادارو سره تړاو لرلو .

د نيويارک ټايمز په خبره، د اېنټرنيټ په شکل کې خلکو ته يو پليټ فارم په لاسو ورغلی چې د حکومتي پالېسيو او ټولنيزه موضوعاتو په اړه خپل نظرونه ښه په خلاص مټ څرګند کړي، خو زياتوي چې د پاکستان په رنګه يو هېواد کې دغسې کول له خطره خالي نه دي .

ورځپاڼې ليکلي، په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان دوه تنه مخکښ سياستوال د خپلو عامه افکارو په ډاګه کولو له لاسه ووژل شوي دي . دغه راز په تېره اپريل مياشت کې د دې هېواد يو وتلی خبريال په مرموزه توګه ووژل شو . همداراز په پاکستان کې د بشري حقونو يوې تکړه دفاع کوونکې عاصمه جهانګير هم روان اوړي وويل چې د دې هېواد استخباراتي ادارې ای ايس ای ورته د مرګ ګواښونه کړي دي .

نيويارک ټايمز کاږي په پاکستان کې که د يو چا په وينا کې مذهب ته د سپکاوي لږ غوندې څرک هم ښکاره شو، نو خير يې نه شته . د ورځپاڼې په خبره، د ميجرلي پروفاونډ په نوم د ټویټر دغه کاروونکي هم په دې وروستيو کې ليکلي وو چې په پاکستان کې له احمديانو او شيعه ګانو سره تر ځناورو هم بد سلوک کېږي .

يادې امريکايي ورځپاڼې د يو پاکستاني قانون پوهه فيصل ايچ نقوي خبره راخيستې چې وييلي يې دي، په پاکستان کې د يوې مسالې په اړه پر منطقي بحث کوونکو خلکو زمکه تنګه شوې . نوموړي د ميجرلي پروفاونډ په نوم دغه يو تن په پاکستان کې د ټویټر د تر ټولو ښه کاروونکي په توګه ياد کړی دی .

خو د نيويارک ټايمز په ليکنه، په اېنټرنيټ کې موجودو دغه ټولنيزو شبکو ته اصلي پاکستان هم لاره اېستې ده . ورځپاڼه زياتوي، په پاکستان کې فعالې يو شمېر ترهګرې ډلې، چې په ۲۰۰۸ م کال کې د ممبۍ پر بريدونو تورنه ډله لښکر طيبه هم پکې شامله ده، ټویټر کاروي .

ميجرلي پروفاونډ د ټویټر په خپل اکاونټ کې يوازې هم دغه هومره ليکلي چې له ۲۵ نه تر ۳۵ کلونو په عمر کې دی او دا چې له يوې متوسطې کورنۍ سره تعلق لري .

نوموړي په ټویټر د خپل تصوير پر ځای د بزې تصوير لګولی او ليکلي يې دي، په اېنټرنيټ چا ته دا پته نه لګي چې ته څوک يې، سپی يې او که بزه .

ژباړه:- هارون باچا




XS
SM
MD
LG