د لاسرسي ځای

تازه خبر

هنګو: وسله والو په یو برید کې درې پولیس ووژل





په هنګو کې درې پولیس د وسله والو کسانو په یو برید کې ووژل شول. په سیمه کې د پولیس چارواکي وايي، چې پېښه نن د زیارت ورځې په شاوخوا نهه بجو رامنځ ته شوه چې کله د پولیس ګاړۍ په کوتکي سیمه کې په ګشت وو.

په وژل شویو کې حوالدار جهانزیب، سپاهي طاهر او ډرائیور مظهر شاه شامل دی .ډرائیور د پيښور اوسېدونکی وو چې له ټپي کېدو وروسته یې روغتون ته په لار ساه ورکړه.

پولیس وايي د برید ګرو خلاف په سیمه کې امنیتی ځواکونو لټون پیل کړی دی.
د هنګو تاڼې یو پولیس افسر ذین الله مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې پولیس اوایف سي ځواکونه په ګډه عملیات کوي او تر اوسه یې ۱۳ مشکوک کسان نیولي دي.


په بندوبستی سیمه هنګو کې بیا بیا امنیتی ځواکونه په نښه کیږي.

د برید پړه لا کومې ډلې پر سر نه اخیستې خو له دې مخکې په سیمه کې اکثره پر امنیتي ځواکونو د بریدونو ذمه داری تحریک طالبان پاکستان پر خپل سر اخیستې.

XS
SM
MD
LG