د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د تیلو او ګيس په نرخونو کې زیاتوالې


حکومت د پټروليم مصنوعاتو او ګيس په نرخونو کې څه نا څه څلور روپۍ او پنځه اتېا پېسو پورې اضافه کړې ده.

د تیلو او ګیس د نظم ادارې (اوګرا) لخوا جاري شوي نوټيفيکيشن تر مخه د پټرولو په نرخ کې درې روپۍ او يوېشت پېسي ،د ډيزلو په نرخ کې څلور روپۍ پنځه اتیا پېسې او د خاورو د تيلو په نرخ کې درې روپۍ دوه پنځوس پېسې في ليټر اضافه کړيده.

ددې ترڅنګ حکومت د سي اين جي په نرخ کې هم د کلو په سر ٣ روپۍ اويويشت پيسو پوري اضافه کړيده چې په خېبر پښتونخوا، بلوچستان او اسلام آباد کې يي نوې نرخ ٨٨ روپۍ او ٦١ پيسو ته رسیدلې دې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG