د لاسرسي ځای

غزني کې دولسي پاڅون جنګیالو او وسلوالو تر منځ نښته


افغانستان کې د غزني د ولسي پاڅون جنګيالي وايي، وسله والو طالبانو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده. دوی وايي تېره ورځ ورباندې وسله والو طالبانو بريد کړی وو، چې د دواړو غاړو تر منېځ تر دوه نيم ساعته نښته روانه وه.

یو ځايي تن او د ولسي پاڅون ملګری حاجي هیبت شاه په دې اړه مشال ریډیو ته وايي، وسلوالو ته یي زیانونه رسولي.د ولسي پاڅون جنګیالي وايي، دې نښته کې دوی ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

په دې اړه وسله والو طالبانو لا تر دې دمه څه نه دي وېلي. تر دې وړاندې هم په اندړو ولسوالۍ کې د پاڅون کوونکيو او وسله والو طالبانو تر مینځ نښته شو ې وه، چې دواړو غاړو پکې يو بل ته د درنې مرګ ژوبلې ور اړولو ادعاوې کړي دي.
XS
SM
MD
LG