د لاسرسي ځای

تازه خبر

کیم یانګ نام به راروانه اونۍ کې ایران ته ځي


شمالي کوریا وايي د هېواد علامتي مشر به یې په را روانه هفته کې یوه نړیواله سرمشریزه کې د ګډون لپاره د ایران سفر کوي.

د پینګ یانګ سرکاري کورین مرکزي خبري ایجسنۍ وېلي کیم یانګ نام به د خپل دې سفر پرمهال د ایران دصدر محمود احمدي نژاد سره ملاقات کوي.
د شمالي کوریا حکومت د کیم ژانګ اون په لاسو کې دې خو کیم یانګ نام په لوړو سفارتي معاملو کې د دې هېواد نمایندګي کوي.

د ایران او شمالي کوریا چارواکو په تېرو وختونو کې وېلي دي چې دواړه هېوادونه د امریکا او غربي نړۍ خلاف جنګ کې په یوه مورچه کې دي.
په دې دواړو هېوادونو باندې شک کیږي، چې د اټومي او میزایل ټیکنالوجۍ په برخو کې یو بل سره ټینګه همکاري کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG