د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام دحکومت لخوا دکیمیاوي وسلوداستمال دړکه نه منو


د برتانیا وزیراعظم ډیوډ کېمرون د امریکا د ولسمشر باراک اوباما د خبردارې په تایید کې وېلي چې د شام د حکومت لخوا د کیمیاوي وسلو دړکه او یا استعمال په هیڅ حال کې د منلو وړ نه دې.
د ډیوډ کېمرون د دفتر لخوا دا هم وییل شوي چې برتانیا، فرانس او امریکا په هغه لارو چارو غور کړې، چې له مخه یې د بشارلاسد خلاف د ۱۷ میاشتو راهیسې پاڅیدلي مخالفینو ته تکیه ورکړې شي.
بلخوا د ملګرو ملتونو د سیاسي چارو مشر جیفري فیلټمین وېلي د ایران لخوا د شام حکومت ته دوسلو ورکول د ایران خلاف د وسلو د برآمد د بندیز خلاف ورزي ده.
ددې نه وړاندې د روس وزارت خارجه په غربي قوتونو تور لګولی وو، چې په څرګنده توګه د شام اپوزیشن د بشارلاسد خلاف وسلې اچتولو ته را پاروي.

هلته د شام سرښار دَمِشق په خوا اوشا سیمو کې د رپوټونو ترمخه حکومتي ځواکونو، چې ورسره ټینکونه هم دي، د کاروايي پر مهال لږ تر لږه ۳۵ مشکوک باغیان وژلي دي. د هېواد د شمالي ښار حلب نه هم د جګړې رپوټونه راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG