د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه



فرخنده وزیر

فارن پالیسي لیکي، باید په افغانستان کې د یوې داسې ټولنې لپاره کار وشي، چې د مذهب په حواله زغم او برداشت ولري.

په فارن پالیسي مجله کې لیکوال ناکس تیمز وایي په افغانستان کې باید د مذهبي برداشت په اړه کار وشي، او په ټولنه کې خلک د یو بل خبرو ته غوږ کیږدي. مجله لیکي امریکا د یو مستحکم افغانستان د جوړولو لپاره په دغه هیواد کې د یوې داسې ټولنې لپاره کار وکړي، چې د توندروه فکر مخه ونیسي، او د خبرو له لارې د مسلو هوارولو ته زیات پام وکړي.

لیکوال وایي په افغانستان کې د یو مملکت جوړولو لپاره مذهب ته یو قانوني رول ورکول ضروري ګڼل کیږي. په دغه هیواد کې د یو مضبوط حکومت جوړولو لپاره پوځي عملیات او د وسلوالو زور له منځه وړل ضروری دي، او دا چې د دغه هیواد ټولې ډلې باید د حکومت په دایره کې شامل کړل شي. او په دې اړه باید خبرې وشي، چې څنګه به یوه داسې ټولنه جوړوي ، چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.

فارن پالیسي لیکي، په افغانستان کې د امریکا چې کومه نظریه او عمل دی، هغو نتیجو ته نه ګوري، چې په حکومت کې چې طالب پلوه سوچ لرونکي خلک دي، د هغوی ترمنځ فرق څنګه وکړي.

ددغې تیروتنې یو تازه مثال د ولسمشر حامد کزي د چال چلند قانون منظورول دي ، چې د علماو د شورا لخوا ورته وړاندی شوی وو، دا په افغانستان کې د علماو یوه اغیزمنه اداره ده، چې د افغان حکومت لخوا ورته مرسته حاصله ده. په دغه قانون کې خاوند ته فوقیت ورکړل شوی دې، او له مېرمنو سره توپیري رویه اختیار شوې ده.

اخوا ډان ورځپاڼه لیکي، تیره اونۍ د هند فلمي عکاس او لیکوال اشوک مهتا مړ شو، چې په خپل وخت کې یې ډیر ښه کار کړی وو، اشوک مهتا هم داسې وو، څنګه چې باید د فلمونو یو عکاس یا کیمره مین وي. او د هغه کار په خپل وخت کې ډیر خوښ کړل شوی وو.

هند چې یو لوی فلمي صنعت لري، او زیاتره پکې کارکونکي او د فلمونو جوړونکي کاروباری فلمونو ته فوقیت ورکوي. خو مهتا داسې فلمي عکاس وو، چې نه یوازې یی په کاروباری لحاذ ښه کار کړی، بلکې د ډیرو ارټ فلمونو لپاره یي هم خپل خدمات وړاندې کړي دي. او د حیرانتیا خبره دا ده، دغه یې خپل فکر او سوچ وو، چې د دغه فلمونو په عکاسي کې یې ښودلی.

اشوک مهتا فلمونو ته تر راتلو مخکې په بازارونو کې پخې هګۍ او هندواڼې خرڅولې، یوه ورځ یې په لاره فلمبندي وکتله ، او فیصله یې وکړه، چې فلمي نړۍ ته به ځي. مهتا د دې لپاره کار شورو کړو، او اول چا سټوډیو ته هم پرې نه ښود. خو وروستو ورته د سټوډیو په کېنټین کې نوکري ملاو شوه، او بیا به یې د کیمره مینانو سره د هغوي کیمرې ګرځولې، او ورو ورو یې پخپله دغه کار شورو کړو. د هغه لومړنی فلم تریشنا وو، چې د وحیده رحمان سره یې کار کړی وو. دا شان هغه په هندي فلمي صنعت کې خپل نوم او ځای جوړ کړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG