د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د شامي ولسشمر د واک پرېښودو خبره مشکوکه ده"


د شام ولسمشر بشرالاسد
د شام ولسمشر بشرالاسد




امریکا د هاغو وړاندیزونو په اړه شک لرې چې وایي، د سوریې رژیم د ولسمشربشارالاسد د لیري کیدو لپاره خبرو ته چمتو دی.

داسې ښکاري د سوریې مرستیال وزیراعظم قدري جمیل، مسکو ته د سفر پر مهال وړاندېز کړی چې د خبرواترو د جوړجاړي له لارې کېدای شي اسد واک پریږدي. ده دغه راز په ټينګار سره وویل چې د ولسمشر استعفا به د خبروله شرط سره نه وي تړلې .

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ویکټوریا نیولاند پدې اړه وویل: “ موږ ته په دغو څرګندونو کې نوې خبره نه ښکاري”.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چین له جګ پوړې ډپلوماټ او د سوریې د مرستیال وزیراعظم جمیل سره له خبرو وورسته خبرداری ورکړ او ویې ویل، ډیموکراسي باید په بمونو ونه تپل شي. ده زیاته کړه چې په سوریې کې بهرني لوبغاړې باید د اسد د رژیم او مخالفانو تر منځ د مذاکرې شرایط برابر کړي:

“د سوریې په حالاتو کې بهرنې عناصر او نور ونډه لري، خو دا یو حقیقت دی چې اکثریت خلک له حالاتو څخه راضې نه دي او همدا وجه ده چې ملې پخلاینه د نورو کارونو په سر کې راځي”.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG