د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا انتخابات او د افغانستان جنګ




حمید مهمند

پراګ:- د افغانستان جګړه د امریکا د جمهوري ریاست د انتخاباتو په کمپاین کې ډیر کم د یو بحث په توګه پورته کیږي.

پداسې حال کې، چې لا هم اتیا زره امریکایی پوځیان په افغانستان کې په جګړه بوخت دي او په اوسط ډول هره ورځ یو سرتیرې یی مري، دا جګړه نوره په کانګرس کې د بحث توده موضوع نده.

تر هغه وخته، چې رای ورکوونکي د نومبر د میاشتې په شپږمه نیټه د اوباما او د جمهوریت غوښتونکو د کاندید میټ رومني ترمنځ یو د راتلونکي ولسمشر په توګه انتخاب کړي د افغانستان جګړه به په خپل دولسم کال کې وي.

د اسوشیټډ پریس خبري اژانس په خپل یو رپورټ کې لیکي، د ډیرو امریکایانو لپاره دا جګړه کافي اوږده شوې، عامه رای تر ډیره ددې جګړې په وړاندې منفي ده او په سلو کې شپږ شپیته خلک یی مخالف دي.

یوه وروستۍ سروې ښیۍ، چې په سلو کې شپیته امریکایان دا احساسوي، چې امریکا باید نوره د افغانستان په جګړه کې ښکیله نه وای او یوازې یو دیرش فیصده یې باوري، چې د امریکا جګړه سمه ده.


پدې جګړه کې، چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر په لومړۍ نیټه د القاعده د له منځه وړلو لپاره پیل شوه له یو زر نهه سووه پنځوسو نه زیات امریکایی عسکر وژل شوي او په زرګونو نور ټپیان شوي.

سږ کال په جولای میاشت کې څلویښت امریکایی سرتیري ووژل شول، چې تراوسه پورې د امریکایانو لپاره تر ټولو خونړۍ هاغه وه.

یو دیرش امریکایی سرتیري په روانه اګست میاشت کې ووژل شول، چې اووه یی د یوه هېلي کاپټرې د نسکوریدو په پیښه کې له منځه ولاړل.

لس نور امریکایی سرتیري په هغو حملو کې وژل شوي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له لیکو نه ورباندې شوي دي.

پدې جګړه کې د القاعده وسله وال تر ډیره له افغانستانه و ایستل شول او مشر یی اسامه بن لادن تیر کال په پاکستان کې د امریکایی ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شول.

اکثره دا دلیل وړاندې کوي، چې د اسامه بن لادن وژنه له افغانسته ددوی چټک وتل توجیه کوي.

خو نور بیا وایی، چې د یو بې ثباته افغانستان شاته پریښودل به یو ځلې بیا د القاعده په څیر وسله والو ډلو ته، چې امریکا او متحدین یی ګواښولای شي یو خوندې پټن ځای برابر کړي.

XS
SM
MD
LG