د لاسرسي ځای

تازه خبر

" د پاکستان حکومت دې د توهين قانون واړوي"





د بخښني نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنيشنل د پاکستان له حکومته د توهين په قانونونو کې د ژر تر ژره بدلون راوستلو غوښتنه کړې ده.

سازمان تردې قانون لاندې د نيول شوې عيسوۍ ماشومې رمشا مسيح د ژوند خوندي کولو غږ هم کړی دی.

رمشا مسيح څو ورځې وړاندې په اسلام آباد کې اسلامي کتابونو ته د سپکاوي په تور نيول شوې وه.

د بخښني نړيوال سازمان ايمنسټي انټرنيشنل د جنوبي ايشيا مشر پولي ټرسکوټ ويلي د رمشا مسيح پيښه د قانون د واکمنۍ تر پښو لاندي کولو او د هغو کسانو ژوند ته د خطر څرګندونه کوي چې د سپکاوي له تورونو سره مخامخ دي.


په پاکستان کې که څوک عبادت ځايونو تباه يا ورته تاوان ورسوي، قرآن پاک و سېځي او يا د پيغمبر اسلام سپکاوی وکړي نو د توهين د قانون له مخي دا يو جرم دی.

د ايمنېسټي انټرنيشنل د جنوبي ايشياء مشر پولي ټرسکوټ زياتوي د رمشاء مسيح د خونديتوب په اړه زيات انديښمن دی.

دده په وينا په دې وروستیو کې هغه خلک په ښکاره وژل شوي چې د توهين له تورونو سره مخامخ وو.

سازمان د پاکستاني ولسمشر آصف علي زرداري له لوري ددې کيس د سمدستي نوټس اخستلو هرکلی کړی دی البته د سازمان په وينا تر څو د توهين په قانون کې اصلاحات را نشي تر هغو به د ولسمشر دا شان ګامونه ډير اغيزمن نه وي.

ايمنسټي انټرنينشنل وايې له تيرو څلورو کلونو راهیسي د قانون د بيا جاج اخستلو پرله پسې ژمني کيږي خو اوس د پاکستان حکومت لپاره د عملي اقدام کولو وخت رارسيدلی دی.

د سازمان په خبره په قانون کې په اصلاح راوستو کې پاتې راتلل دا موثره پيغام ورکوي چې د مذهب د دفاع په نوم هرڅوک له قهره ډک تیری کولای شي.

د بشري حقونو سازمان زياتوي چارواکې بايد هرو مرو د رمشا مسيح، دهغي کورنی او په اسلام آباد کې ميشت عسیائیان له ځورونو او بريدونو خوندي کړي.

دا شان ایمنستي انټرنيشنل وايې چارواکي بايد خامخا د توهين د قانون پر بنياد د عیسائيانو پر ضد تشدد ته هوا ورکونکو کسانو پر ضد مقدمه و چلوي.

XS
SM
MD
LG