د لاسرسي ځای

افغانستان: راکټي برید د جنرال ډیمپسي الوتکه زیانمنه کړې


سي – ۱۷ الوتکه پر باګرام هوايي ډګر د کېنستو پر مهال

سي – ۱۷ الوتکه پر باګرام هوايي ډګر د کېنستو پر مهال




چارواکي وايي په افغانستان کې د امريکا په باګرام هوايي اډه په راکټي بريد کې یوه الوتکه زیانمنه شوې چې د امريکا د ګډو ځواکونو مشر جنرا ل مارټين ډېمپسي تر استعمال لاندې ده. نوموړي له همدې اډې کابل ته په سفر وو.

چارواکې وايي، د برید پر وخت جنرال ډیمپسي سي – ۱۷ الوتکې ته نه وو ختلی او هیڅ زیان نه دی ورته رسېدلی. د دوی په خبره مارټين ډیمپسي بیا له باګرامه په یوه بله الوتکه کې ولاړ.

د ډیمپسي ویاند وايي کرنل ډېو لپان وايي وسلوالو د شپې پر مهال دوه راکټې وداغلې چې يو یې په بګرام هوايي مرکز ولګېدو خو ډمپسي او د هغه عملې ته په کې هيڅ نقصان نه دې رسېدلی.

XS
SM
MD
LG