د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال راډیو مشاعره دلته واورئ


د مشال راډیو خوږو مینه والو، د کوچني اختر په خروارونو مبارکۍ قبولې کړئ.

مشال راډیو په دې اختر کې د شعر و هنر مینه والو ته یو شمېر خپرونې برابرې کړې دي چې په کې یې یوه مشاعره هم ده.

دا مشاعره چې په ژوندۍ بڼه له مشال راډیو خپره شوه په کې اروپا مېشتو شاعرانو برخه اخیستې وه.

د خپرونې کوربانه پامیر ساحل او بوریوال کاکړ ول.

په مشاعرې کې په بیلجیم کې مېشت افغان محصل او شاعر جلال امر خېل، او په پراګ کې مېشتو شاعرانو برخه واخیسته.

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:53:56 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په دې شاعرانو کې ډاکترې فریده هوډ سیفي چې د ازادۍ راډیو خبریاله هم ده، خپلې پنځونې واورولې.

وږمه سبا عامر هم په کې خپل شعرونه واورول.

د مشال راډیو خبریالانو بشیر ګواښ او نجیب عامر هم خپل شعرونه په مشاعرې کې واورول، او د مشال د بل خبریال شاهین بونیري دوه نظمونه په کې خپاره کړل شول.

په خپرونه کې افغان شاعر او د ازادۍ راډیو خبریال اجمل اند هم مېلمه وو او خپل یو نظم یې واوراوه.

مشاعره دلته ستاسې مخې ته ږدو او در خپروو یې.

تاسې یې د غږ په ځای کې اورېدا شئ.
XS
SM
MD
LG