د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان: په واڼه کې د انجونو لوی سکول تباه


د جنوبي وزيرستان د واڼه په ډب کوټ کلي کې وسلوالو د انجونه یو لوی سکول په چوونکو توکیو الوزلی دی.

د جنوبي وزيرستان د واڼه په ډب کوټ کلي کې وسلوالو د انجونه یو لوی سکول په چوونکو توکیو الوزلی دی. دغه پیښه نن سهار وختي رامنځ ته شوې، چې په کې څه ځاني زیان نه دی رسیدلی. خو د سکول ودانۍ په مکمله توګه ړنګه شوېده.

په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې له څو کلونو راهیسې تر اوسه په سلګونه سکولونه وران شوي دي چې د ډېرو پړه یې وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستېده. تر ټولو زیات تاوان په سوات کې سکولونو او کالجونو ته ورسېدلی کله چې د مالاکنډ ډیویژن پر ګڼو برخو د ملافضل الله په مشری وسله والو طالبانو منګولې ټینګې کړې.

په سیمه کې خبري رسنۍ او خبریالان وايي تر ټولو ډېر سکولونه د پښتنو په سیمو کې وران شوي دي هاغه که د پاکستان په خوا کې مېشت دي یا هم له ډیورنډ کرښې هغې غاړې په افغانستان کې دي.

XS
SM
MD
LG