د لاسرسي ځای

تازه خبر

د وزیرستانیانو اتڼونه هیڅ سارۍ نه لري



لیکنه قاسم خان مندوخېل مشال راډيو

وزیرستان که شمالي دی یا جنوبي نه یوازې په قدرتي ښکلا پسوللی بلکې که غواړی چې پښتانه نورې نړۍ ته ورپېژنوې نو ددغه سیمې دنګ دنګ وګړي یې د نمونې لپاره یوه ښه بېلګه کېدای شي.

د وزیرستان په سردرو کې لا هم لرغونې پښتو ژوندۍ پاتې ده، ددې وجه له پېړیو راهیسې له پردیو یرغلونو د خپلې خاوره ساتنه ده. ددې سیمې اوسېدونکو لا هم د پښتنو لرغونې سندرې، سروکي، ټپې، لنډۍ او اټنیزې غاړې ژوندۍ ساتلې دي.

وزیرستانیان د ډولونو په درزا کې داسې له خونده ډک تاوېږي چې ته وا د زاڼو سیل له سایبریا د پښتونخوا پر دنګودنګو غرونو له خوشالۍ په غومبرو الوت کوي. ددې زړه کښونکي اتڼ یوه بېلګه د وزیرستانيو ځوانانو په دغه ویډیو پیته کې کتلاﺉ شی.


د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG