د لاسرسي ځای

تازه خبر

"زکاتونه مو د طالبانو پرځای غريبانو ته ورکړل"




په غزني کې د وسله والو طالبانو پر ضد د پيل شوي ولسي پاڅون غړي وايي چې سږ کال يې تر خپل واک لاندې ټوله سيمه کې سرسايې او زکاتونه له ملايانو ګرځولي او پر غريبو خلکو يې وېشلي دي. دوی په سيمه کې يې زيات غريبان وو چې دا څو کاله حق ملايانو خوړ.

د غزني د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دا څو کاله به د دغې ولسوالۍ له شتمنو خلکو څخه زکاتونه او سرسايې د جوماتونو ملا امامانو او وسله والو طالبانو په زور اخيستل خو سږ يې ټولې سرسايې او زکاتونه په غريبو خلکو وېشلي دي.

دوی وايې سږ کال به د ځمکو د حاصلاتو عشر هم غريبو خلکو ته ورکوي.

د ولسي د پاڅون د جنګياليو په خبره په اندړو ولسوالۍ کې ډېرې داسې کورنۍ شته چې د روژه ماتې د پاره به يې د خوړلو څه نه لرل او زکاتونو حقدار به وو خو بيا به يې هم حق وسله والو طالبانو اخيست.
دوی وايې له دوې وروسته به داسې نه کېږي.

د اندړو ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی حاجی محمد وايي چې نه به د کار له پاره ښار ته تلای شوای او نه ورته په کلي کې کار پيدا کېده بس ماشومان به يې کله کله وږي ويده کېده.

دی وايي په راسره شوې مرسته اوس کولای شم دوې مياشتې خپل کور وچلوم.

(( دغه کومې سرسايې چې نور کله به ملا صاحب ليسټونه جوړ کړي وو او په زور به يې ټولولې اوس خلکو په خپله خوښه په غريبانو وېشلې دي. خلکو د سرسايې پيسې په کليو ګرځولې ماته يې هم راکړې. زه چې په ښار ته د کار د پاره لاړم راته ويل به يې ته کاپر شوې يې دلته په ښار کې کار نه پيدا کېده. ډېر نېستمن وم. اوس چې دوی راسره مرستې کړې دي په دغه مرسته مي دوه مياشتې کور چلېږي ))

د اندړو د پايندي کلي يو اوسېدونکي محد عارف وايي چې وسله والو طالبانو په دغه سيمه کې د ډېر خلک کروندې ويجاړې کړې وې، د ځينو يې ذخيره شوي خوراکي توکي ورڅخه اخيستي او بيا يې د هغوی حق چې زکات او سرسايه کېده هغه هم په زوره اخيست. خو سږ کال ده په خپله هم خپل زکات او سرسايه غريبانو ته ورکړي دي.

دی وايي وسله والو طالبانو به د هر کور د غړيو د نومونو لسټونه جوړ کړي وو او بيا به يې هغو لسټونو له مخې له خلکو په زور سرسايې ټولولې.

(( مخکې به طالبانو او ملايانو یو کورنۍ د غړیو نومونه لیکل بيا به يې د ټوپک په زور له خلکو د خپلو ليسټونو له مخې سرسايې ټولولې. سږکال ما خپله ټوله سرسايه غريبانو ته ورکړې ده. او ټولو هغه کسانو چې لږ وس لري وعده کړې ده چې زکاتونو به غريبانو ته ورکوي. دا وار مو د اختر په ورځ له غريبانو سره دومره مرسته وکړه چې درې مياشتې پرې کورونه وچلوي))

د ولسي پاڅون استازی عبيدالله پاڅون وايي چې په ليکو کې يې زيات ديني عالمان لري او هغوی ورته ويلي دي چې دا مهال تر ملايانو او وسله والو طالبانو د سيمې غريبان د زکاتونو او سرسايو زيات حقدار دي.

دی وايي له دې وروسته به هر کال مرستې د سيمې په غريبانو وېشلې کېږي.

(( کومې منطقې چې د اسلامي ولسي پاڅون تر ولکې لاندې دي. اکثره اوسېدونکي يې ډېر بې وزله خلک دي. مخکې به په دغه سيمه کې سرسايې او زکاتونه هيڅ غريب ته نه رسېدل او ملا به خپل حق باله. خو سږ کال په دې ټوله سيمه کې له پاڅون سره دا پرمختګ شوی چې ټولو شتمنو خلکو خپلې سرسايې، زکاتونه او يوه څه نوره مرسته يوازې په غريبانو وېشلي دي. او له دې وروسته به هر وخت همداسې کېږي ))

په تېرو کلونو کې وسله وال طالبان څو ځله تر خپلمینځ د سرسايو او زکاتونو په سر يو له بل سر ښکر په ښکر شوي وو.

سږ کال هم طالبانو په بلخ کې د عشر پر سر يو له يو بل سره خوړلي او وژلي وو او تېر کال يې په ميدان وردګ ولايت کې د اختر د څاريو د څرمنو په سر هم يو بل په ويني رنګوولي دي.

سید شاه سقیم - غزنی

XS
SM
MD
LG