د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن: د اختر پر لمانځه ډزې اووه تنه ووژل شول


له يمنه رارسېدلي رپوټونه وايي، يو وسلوال کس د اختر پر لمونځکوونکو په ډزو کې لږ تر لږه اووه کسان ووژل.

چارواکي وايي د سرښار صنعا د جنوب ١٩٠ کيلومیترۍ کې پروت په ال دالې کې د کوچني اختر د لمانځه پر وخت په دغه ډزو کې لس تنه نور ژوبل شول.

وسلوال کس نيول شوى او داسې نه ښکاري چې ګنې د سخت دريځې وسلوالې ډلې ملګری دې وي.

تر دې وړاندې بیا پرون يوه ځانمرګي برید د جنوبي ښارګوټي ابيان په صوبايي مرکز کې درې کسان يې ووژل. په وژل شوو کې د ولسي ملیشې یو د سر کس هم هم شامل دی، دوی له حکومتي ځواکونو سره یوځای جنګېدلي چې په جنوبي برخه کې د القاعدې وسلوال له خپله ټینګه مرکزه پسې واخلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG