د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال ډیمپسي په حساس وخت کې افغانستان ته تللی



د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل مارټن ډمپسي د افغان چارواکو او نړیوالو ځواکونو سره د خبرو لپاره افغانستان ته رسیدلی.


د هغه دا دوره په داسې وخت کیږي، چې د افغان امنیتي ځواکونو له اړخه د بهرنیو ځواکونو د وژلو په پیښو کې زیاتوالی راغلی، او د تیرو څه دوو اونیو نه په کم وخت کې په داسې پیښو کې لس بهرني عسکر وژل شوی دي.

په دې لړ کې تازه پیښه پرون په کندهار ولایت کې رامنځ ته شوې، په کومه کې چې یو کس د افغان امنیتي ځواکونو په جامو کې د بهرنیو ځواکونو یو کس په ډزو ووژلو.

په باګرام هوایي ډګر د کوزیدو وړاندې جنرل ډمپسي ویل دوی په دې اړه د ولسمشر حامد کرزي د بیان ستاینه کوي، او زیاته یی کړه، د افغان امنیتي ځواکونو لخوا د بهرنیو سرتیرو د وژلو پیښې به د دوی د ملاقاتونو یوه موضوع وي.

د تیر خالي په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لیون پانیټا افغان ولسمشر حامد کرزی ته د نیټو ځواکونو سره په همکارۍ زور راوړی، چې دا شان د داسې داخلي خطرو مخه ونیسي.

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرل ماټن ډمپسي وايي عراق د امریکا سره پوځي اړیکو د زیاتولو لپاره رضامندي ښودلې. له افغان وروستو به جنرل ډمپسي په روانه اونۍ کې د امریکایی ځواکونو د وتلو اته میاشتې وروستو عراق ته ځي.

پرون افغانستان ته د روانیدو وړاندې جنرل ډمپسي وویل، د عراق د دفاع وزیر او د پوځ مشر د امریکایي ځواکونو سره د د پوځي مشقونو او د عراقي افسرانو سره د روزنې ورکولو په اړه پوښتنې کړي دي.

په دغه خبرو کې جنرل ډمپسي په دې اړه څه ښکاره ونه ویل، چې ګني ایران د عراق له لارې د شام رجیم ته سامانونه رسوي، خو دا یی وویل، دی به په شام کې په ایراني مداخلت خپلې اندیښنې څرګندوي.
XS
SM
MD
LG