د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل او پېښور کې نن اختر دی



نن د نړۍ د نورو هیوادونو غوندې په افغانستان ، قبایلي سیمو ، خیبر پښتونخوا ، او د بلوچستان په ځینو پښتون مېشتو سیمو کې د اختر لومړۍ ورځ ده.

که څه هم د پاکستان رویت هلال کمېټۍ اختر سبا یعنې د ګل په ورځ اعلان کړی دی خو د خیبر پښتونخوا حکومت نن په ټوله صوبه کې په رسمي توګه اختر لمانځي.

البته د سوات خلکو د صوبايي حکومت پر اعلان سربېره نن روژه نیولې ده او ویلي یې دي چې دوی به سبا اختر لمانځي.

په خیبر پښتونخوا کې حکومت د اختر پر موقع د امنیت ساتنې لپاره کلک ګامونه پورته کړي دي.
د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو لکه چمن ، قلا عبدالله ، ګلستان او ږوب کې هم نن د اختر لومړۍ ورځ لمانځل کیږي.

بل پلو افغان چارواکي وايي د اختر د لمانځنې لپاره خاص امنيتي تدابير نيول شوي دي.
XS
SM
MD
LG