د لاسرسي ځای

اقتصادي نړۍ (د سوات کرهنیز اقتصاد- لومړۍ برخه)


د سوات سیند

د سوات سیند


پامیر ساحل

د خیبر پښتونخوا سوات کروند ګران وايي د ۲۰۰۷ز کال راهیسې د دې سیمې د کروندګرۍ څانګه له زښتو تاوانونو سره مخامخ ده. په سوات کې د کروندګرۍ صنعت د تاوانونو لاملونه څه دي؟ په دې سیمه کې د ۲۰۱۲ز کال د کروند ګر او د ۲۰۰۶ز کال د کروندګر د ژوند په اقتصاد کې څه فرق دی؟ او کروندګرانو د تېرو کالونو پرتله څومره فیصده تاوان کړی دی؟ د دې هرې پوښتنې ځواب د اقتصادي نړۍ په روانه خپرونه کې څېړو.



د سوات کروند ګران او د زراعت او زرعي اقتصاد کار پوهان وايي له ۲۰۰۷ز کال راهیسې تر ننه په دې سیمه کې کروندګرۍ شا تګ کړی دی او د لویو تاوانونو له کبله د سیمې د کروند ګرانو ژوند زښت اغېزمن شوی دی.

د سوات یو ځمکوال او د مېوو او سبزیو د منډیو مشر رحمت الله مشال راډیو ته وویل د سیمې کروند ګرۍ ته لومړی تاوان طالبانو او بیا وروسته ورته سېلاوونو ورساوه.

رحمت الله وايي، د سږنۍ وچکالۍ له کبله هم د سوات د شفتالو فصل ته ډېر تاوان رسېدلی دی، دی وايي د سیمې د مڼو او سبزیو پر پیداوار هم اغېز شوی دی.

د سوات د ډاګۍ سیمې یو کروند ګر برکت الله خان وايي د دوی په کلي کې د بېلا بېلو مېوو باغونه دي. دی وايي، په ۲۰۱۰ز کال کې تر راغلیو سېلاوونو وروسته حکومت هیڅ کار نه دی کړی او د سیمې کروند ګر خپل ژوند په بدو مالي حالاتو کې تېروي.

برکت الله خان وايي، په غرییزو سیمو کې هم سېلاو باغونو ته تاوان رسولی وو او له سیند سره نېږدې سیمې خو یې بالکل ورانې کړې وې.

د سوات د مېوو او سبزیو منډۍ مشر رحمت الله وايي، د سږنۍ وچکالۍ له کبله د ځمکوالو ګټه د تېر کال پرتله ۴۰ فیصده کمه شوې ده.

خپرونه د غږ په ځای کې واورئ


برکت الله خان چې پخپله هم د مېوو باغونه لري وايي، د باغونو مالکان هر کال شا و خوا د ۱۵ لکه روپیو تاوان کوي.

په سوات کې د زرعي اقتصادي چارو کار پوه او څېړونکي فضل مولا وايي، په سوات کې ۷۵ فیصده ولس له کر کروندې سره تړلی دی او له همدې تر لاسه کېدونکې ګټه د دوی د ژوند یوازینۍ مالي وسیله ده.

فضل مولا چې وخت تر وخته د سوات په زرعي او حیاتي اقتصاد څېړنې کوي او مقالې لیکي وايي، تېر شپږ اووه کاله د دې سیمې د کروندګرۍ له پاره تر ټولو کالونو زیات تاواني ول.

فضل مولا وايي، د ۲۰۱۰ز کال په سېلاوونو کې د سوات سیند دواړو غاړو ته، له کالامه تر بټ خېلې ټولې ځمکې ورانې شوې او پر دوو کالونو تېرېدو سر بېره هم حکومت د بیا رغاونې کار نه دی کړی.

فضل مولا وايي، له تېرو میاشتو راهیسې د نه باران کېدو له کبله د ټولو فصلونو او باغونو د اوبو اړتیاوې نه پوره کېږي.

د کرهنیز اقتصاد کار پوه فضل مولا وايي، د سوات کرهنیز ماډل پخوا داسې وو چې د ټول پاکستان کروندګران به دلته د زده کړو له پاره راتلل ځکه چې دلته به کروندګرانو د باغونو تر څنګ د کال درې یا څلور فصلونو پیداوار اخیسته.

فضل مولا وايي، ترهګرۍ، سېلاوونو او اوسنۍ سوکړې د دې سیمې د ځمکوالو او کروند ګرو مالي ژوند زښت ځپلی دی.

تاسې په دې خپرونه کې د سوات د کرهنیز اقتصاد په اړه مالومات تر لاسه کړل. له ۲۰۰۷ز کال راهیسې تر ننه د دې سیمې زراعت د کار پوهانو له وینا سره سم تقریباً پوره وران شوی دی. په راتلونکې خپرونه کې به د سوات د باغونو او د دې سیمې د فصلونو د مارکیټ یا بازار او د هغې تاوانونو په اړه بحث وکړو. په راتلونکې خپرونه کې به له حکومتي چارواکو سره هم وغږېږو.
XS
SM
MD
LG