د لاسرسي ځای

تازه خبر

نن د افغانستان د خپلواکۍ ۹۳ کالیزه ده




سږ کال افغان حکومت د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو له پاره رسمي پروګرام نه دی برابر کړی. ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د خپلواکۍ او کوچني اختر په مناسبت یو شمېر بندیان خوشې کړي او یا یې د هغوی د بند موده کمه کړې ده.

له ننه ۹۳ کاله مخکې غازي امان اله خان له انګرېزانو په رسمي توګه د افغانستان خپلواکي واخیسته.

که څه هم افغانستان په بشپړه توګه د برتانیې تر واک لاندې نه دی پاتې شوی خو هغه وخت دا هیواد د خپلو بهرنیو چارو او اړیکو په مسلو کې د برتانیې د پرېکړو پابند وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG