د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډاکټرغلام رسول ازاد شو، د ډاکټرانو کاربندیز ختم شو


د پاکستان دبلوچستان صوبې په کوټه ښار کې کې څه موده مخکې ورځې مخکې تښتول شوی ډاکتر غلام رسول کاکړ بېګا د شپې خلاص کړل شوی دی.


د نوموړي ورور لال ګل کاکړ مشال راډیو ته وویل چې د ډاکتر رسول خلاصولو له پاره یې هیڅ پیسې نه دي ورکړې.

له سیمې د مشال راډیو خبریال وايي، د ډاکتر رسول تښتونې پر ضد په بلوچستان کې د ډاکترانو اتحادیې احتجاج پیل کړی و، چې اوس یې پای ته رسولی دی. البته ډاکترانو ویلي، تر اختر وروسته به د تښتونو او غلاګانو ضد کیمپېن پیلوي.

تر اوسه نه ده مالومه چې ډاکتر رسول چا تښتولی و. ډاکتر رسول د نفسیاتي ناروغیو متخصص دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG