د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ پر منهاس هوايي اډه د برید پلټنه کوي





رابعه اکرم مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان د هوايي پوځ لخوا جارې شوې خبر پاڼې له مخې د پنجاب د کامرې پر منهاس هوايي اډې د برید پلټنو لپاره د هوايي پوځ مشر ايېر چيف مارشل طاهر رفيق بټ د ايېر مارشل سيد اطهر حسېن بخاري په مشرې څلور کسيزه پلټونکې کمېټه جوړه شوې.دا کمېټه به پلټنې کوي چې تره ګرو څنګه هوايي اډې ته ورسېدل او برید یې ترسره کړ.

د زیارت په ورځ پر منهاس هوايي اډې چې په کې نهه ترهګرو او هوايي ځواک دوه عسکر ووژل شول د برید پړه تحرېک طالبان پاکستان اخيستې ده.

د پاکستان د کورینو چارو وزير رحمان ملک د اسلام اباد په ټولو خارجي او داخلي لارو باندې د سيکيورټې سختولو حکم ورکړی دی.
په پاکستان کې په بیا بیا د تره ګرو بريدونه کيږې چې پکې د سرکاري اهلکارو تر څنګ عام خلکو او حکومتي او غیرحکومتۍ ودانۍ په نښه کيږي.

ځینې خلک په دې نظر دي چې په ملک کې د تشدد پېښې د تره ګرۍ ضد جګړې ردعمل کېداﺉ شۍ. همدا خبره د پاکستان یو پخواني بیورکرېټ او د سیاسي چارو کارپوه اياز وزير له مشال راډېوسره وکړه.

،،زه نه پوهيږم، چې دا جنګ واقعي د پاکستان جنګ دی، که واﺉ، نو تر اوسه به ېې ګټلی واﺉ، خلک کوښښ کوي چې جنګ له خپلې خاورې لرې وتمبوي، خو موږ ورپسې ځغلو او خپل کور ته یې راوړو. او په جنګ کې خو هر څه جايز دي، ددې له وجې مو دښمنان کور ته راننوځي،هغه خلک هم راننوځي چې تاسره ېې نه لګېږي، دا د ټوپک جنګ نه دی دا د یو سوچ جنګ دی،دا سوچ بايد بدل شي. ،،

خو له مشال راډيو سره په خبرو کې ددفاعي چارو کار پوه کرنل ريټایېرډ خالد منېر مشال راډېو ته وویل، چې د ترهګرۍ ضد جنګ د پاکستان خپل جنګ دی.

،،دا له لومړۍ ورځې راهسیې د پاکستان جنګ دی،امريکا که له افغانستانه لاړه هم نو موږ ته به دا مسله ګوري. دازموږ جنګ دې،په دې کې بله خبره نشته، قام په دې کې تقسيم دی څوک وايي دا د امريکا جنګ دی څوک وايي د پاکستان جنګ دی،خو زما په نظردا د پاکستان خپل جنګ دی. ولې چې زموږ په هوايي ځواک (اير فورس)،زموږ په جي اېچ کيو حملې کيږې نو هغه زما دښمن نه دی نو نور څه دی،،

دا دريم ځل دی چې د پاکستان پر کامره پوځي اډه بريد ترسره کيږي. ددې ترڅنګ شاوخوا يو کال وړاندې هم په کراچی کې د سمندرې ځواکونو پر مهران اډه بريد شوی وو چې په ځانګړې توګه يوه څارونکې الوتکه په نښه کړل شوې وه.

XS
SM
MD
LG